افغانستان

د دیني عالم «مولوي سدوزی اغا» جنازه په قطر کې خاورو ته وسپارل شوه / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر طیب اغا پلار چې د هیواد تکړه دیني عالم او جهادي شخصیت وو، تېره ورځ سهار مهال په قطر کې وفات شو او جنازه یې په همدې هیواد کې خاورو ته وسپارل شوه.

د نوموړي په جنازه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشرانو ، ګڼ شمېر عامو افغانانو، په قطر کې د افغان سفیر او قطریانو ګډون کړی وو.

مولوي سدوزی اغا چې په دې ورستیو کې د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې مېشت وو، د تېر جهاد مجاهد وو او هماغه مهال یې خپل دوه زامن له روسانو سره په وسلواله مبارزه کې قرباني کړي وو چې د «لالا ملنګ» په نامه زوی یې د کندهار د مشهورو جهادي قوماندانانو له ډلې څخه یو وو.

طالبانو د یوې اعلامیې له لارې د نوموړي په مړینه خواشینې ښودلې، د نوموړي کورنۍ ته یې تسلیت ویلی او د سدوزي اغا مړینه یې ستره ضایعه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx