داعش پېژندنې، مالي او پوځي مرستو او ملاتړو په اړه د نن ټکی اسیا مستند فلم خپور شو «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د داعش پېژندنې، مالي او پوځي ملاتړو او موخو په اړه د نن ټکی اسيا مستند فلم خپور شو.

په دغه مستند کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسي جرګې پخواني مرستيال حاجي ظاهر قدير، د ملي شورا د نورو غړو او مدني فعالانو څرګندونې او په خپله د داعش ډلې اعترافونه راخيستل شوي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، داعش بهرنۍ پديده ده او د بهرنيو موخو لپاره کار کوي.

هغه وايي، سخت دريځي د امریکا د لاس اله ده او د داعش په مرسته يې د خپلو موخو لپاره کاروي.

د کرزي په وينا د افغانستان د ډېرو سيمو خلکو ورته د خپلو سترګو ليدلی حال ويلی، چې نامعلومې چورلکې راځي او داعش ته مالي او پوځي مرستې ورکوي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان هوايي حريم او رادار د امریکا په لاس کې دی او د امریکا له ملاتړ پرته مرغۍ پر هم نشي وهلی.

په مستند فلم کې د ولسي جرګې پخواني مرستيال ظاهر قدير څرګندونې راخيستل شوي، چې وايي، امریکا او دولتي عسکر په ګډه د طالبانو پر ضد د داعش ملاتړ کوي.

د ښاغلي قدير په وينا کوم ځای کې، چې د طالبانو او داعش جګړه وي، امریکايي الوتکې پر طالبانو بمبار کوي او داعش خوندي کوي.

نوموړی د چپرهار ولسوالۍ د اوسېدونکو له قوله وايي، هلته د داعش او طالبانو جګړه وه، د ماتې خوړولو پر مهال داعش د ملي اردو قرارګاه ته ځان رسوي او له هغه ځايه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

په فلم کې د ولسي جرګې د پخوانيو غړو مولوي عبدالرحمن رحماني او الله ګل مجاهد هغه ويناوې هم راخيستل شوي، چې وايي، داعش راډيو د جلال له هوايي ډګره خپرونې کوي، چې کنټرول يې د امریکا په لاس کې دی.

په دغه مستند فلم کې د داعش يو بندي وايي، چې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار ورسره مالي او پوځي مرستې کوي.

د ابراهيم په نوم د کونړ اسمار ولسوالۍ يو بل داعشي ويلي، امریکايي ځواکونو لس ورځې روزنه ورکړې ده.

د داعش پېژندنې، ملاتړو او موخو په اړه د نن ټکی اسيا مستند فلم کتل ستاسې لپاره ډېر څه لري.

کتل يې پر تاسو…

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

عیان ته سه بیان سته. ددی فتنی خخه د خلاصون لار مهمه ده.

اجمل
میلمه
اجمل

هر څه چی ده خو د طالبانو پر ضد به همدا داعش پس د سولی له تړونه کارول کیږی او طالبانو سره به سختی جګړی کوی. پس د سولی له تړون څخه به طالبان په دوه برخو ویشل کیږی هغوی چی سوله کوی او هغوی چی سوله نکوی. سیاسی طالبان به له حکومت او پخوانیو مجاهدینو سره ګډ حکومت جوړه وی او غیره سیاسی به له داعش سره یو ځایژی. پروګرام دادی چی پدی سیمه کی داعش باید د ایران پر ضد تقویه شی او هم روسانو او چین ته باید یو ګواښ پاتی شی. پیسی به یی د امریکا… نور لوستل »

Ahmed
میلمه
Ahmed

انشاالله
‌‌‌‌‌‌ده ازادی اتلان به ‌‌‌‌‌‌ډير زر دا فتنه له له منڅه ېوسی په افغانستان کی
اول وار ده اشغالګرو ده بېا به ده دوئ وی
طالېبان پرون ېو لاس نن ېو لاس او
انشاالله
صبا به هم ېو لاس وی

امین
میلمه
امین

هههه دظاهر قدیر وینا ته مستند وایاست

دوکتور غروال
میلمه
دوکتور غروال

ظاهر قدیر یو ستر قاتل او په غلا سره د ملیونو ډالرو خاوند شوۍ دی او دا ډالرونو باندی اوس حتی وډیو ګانی هم ډکولای شی او د طالبانو په شان داعش هم د امریکا تولید دی لکه د پښاور تنظیمونو مردود او قاتل رهبران ! داعش د امریکا له خوا د عراق ، لیبیا او سورئي مشرانو له مینځه وړلو لپاره صحنی ته راو ستل شول د عراق او لیبیا مشر ان ( چی هغه وختونو کښي د امریکا په کومک د کودتا ګانو په وسیله ددی ممالکو مشران شول ) ئي له مینځه په یووړل او د سورئي… نور لوستل »