د استرالیا او انګلستان ترمنځ جالبه ټيسټ سیالۍ مساوي شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د استرالیا او انګلستان لوبډلې تر منځ د «اشیز» سیریز دویمه ټیسټ سیالۍ له جالبې لوبې وروسته مساوي پای ته ورسیده.

دغه سیالۍ چې په لومړۍ ورځ یې د ورښت له کبله هیڅ لوبه ونه شوه، په وروستۍ ورځ جالبې صحنې ته داخله شوې وه خو استرالیا وتوانېدله د وروستي لوبغاړو په مرسته لوبه مساوي کړي.

د اشیز ټيسټ سیریز په دویمه ټیسټ سیالۍ کې استرالیا پچه وګټله او انګلستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۸ منډې جوړې کړې، جویي برنز ۵۳ او جوني بیرسټو ۵۲ زیاتې منډې جوړې کړې، د استرالیا لخوا پیټ کمنز، جوش هیزلووډ او نیتن لاین ۳-۳ ویکټې واخیستې.

په ځواب کې د استرالیا لخوا سټیو سمیت یو وار بیا مسوولانه لوبه ترسره کړه خو د ۸۲ منډو جوړولو پرمهال د جوفرا آرچر لخوا پر چټک توپ په سر ولګېد او ټپي شو، نوموړی وروسته یو وار بیا توپوهنې ته ښکته شو خو د ۹۲ منډو جوړولو وروسته د کریس ووکس په توپ وسوځېد.

د سټيو سمیت ټپي کېدل د انګلستان لپاره د خوښۍ ځای ځکه و چې نوموړې په تېره لوبه کې پرلپسې دوه سلیزې وهلې وې او له غوره توپوهنې وروسته یې استرالیا ته بریا هم ورکړې وه، سمیت د ټپي کېدو له کبله په دویمه پاڼۍ کې توپوهنې ته ښکته نه شو او پرځای یې اضافي لوبغاړي توپوهنه وکړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا په تېره ناسته کې پریکړه شوې وه چې هر هغه لوبغاړی د لوبې پرمهال پر سر ولګېد او ټپي شو، کولای شي پرځای یې بل لوبغاړی توپوهنې ته ښکته شي، د سټیو سمیت پرځای مارنوس لابوشچنګ توپوهنه وکړه.

استرالیا لوبډلې د انګلستان په ځواب کې ۲۵۰ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سټیو سمیت ۹۲ او عثمان خواجه ۲۳ زیاتې منډې جوړې کړې، د انګلستان لخوا براډ ۴، کریس ووکس ۳ او جوفرا آرچر ۲ ویکټې واخیستې.

د هدف ټاکلو لپاره انګلستان لوبډلې لوبه پېل کړه چې بین سټوکس په زړه پورې سلیزه ووهله او د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۵۸ منډې جوړې کړې، دوی استرالیا ته د په ۴۸ اورونو کې ۲۶۷ منډې هدف وټاکه.

استرالیا لوبډلې د لوبې په سر کې دوه لوبغاړي کیمرون بینکروفټ او وارنر له لاسه ورکړل، لوبډله یې له فشار سره مخ شوه، په وروستي ۱۵ اورونو کې چې انګلستان ته د ۷ ویکټو اړتیا او استرالیا ته یا لوبه مساوي کول او یا هم د ۱۴۰ منډو بشپړول وو، خو پرلپسې ویکټو غورځولو یې لوبه جالبې صحنې ته داخله کړه، خو په پای کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۶ منډې جوړې کړې او لوبه مساوي شوه.

یاده دې وي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د اشیز سیریز لومړی ټیسټ چې د انګلستان په برمنګم کې ترسره شو، د سټیو سمیت په زړه پورې سلیزو سره استرالیا انګلستان ته د ۲۵۱ زیاتو منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د