خلیلزاد: د بین الافغاني مذاکراتو بریا به افغانان د داعش ځپلو ته پياوړي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا دمتحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمی خلیلزاد» په کابل کې د واده په مراسمو برید چې داعش ډلې ته منسوب شو؛ غندلی او تر څنګ یې د افغان سولې د پروسې د ګړنډیتوب غوښتنه کړې.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په کابل کې د واده په مراسمو د داعش ډلې وروستی برید په کلکه غندو، موږ باید د بین الافغاني مذاکراتو په ګډون د افغان سولې پروسې ته سرعت ورکړو څو تر بریا وروسته یې افغانان د داعش ډلې ځپلو ته پیاوړي شي».

په کابل کې د واده په مراسمو خونړی برید چې په پایله کې یې ۲۴۵ تنه مړه او ژوبل شول، مسئولیت یې د داعش ډلې په غاړه واخست، هغه ډله چې په افغانستان کې د ګډ حکومت او بهرنیانو د یوې پروژې په سترګه ورته کتل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اصیلو او رشتینو مسلمانو افغانانو تر منځ یووالی او ایمان که نه وی امریکایان ( د داعش ملاتړی، زیږوونکی او روزونکی ) د ۴۹ نورو اشغالګرو هیوادو سره له هیواده دالله ج په نصرت نه شوی ایستلای چه د داعشیانو پلرونه یی وویستل داعشیان ورته د مادلام خسي هم نه ده. ونی ویلی ، که د تبرګی لاسته زما له جنسه نه وی زه یی نه شوم غوځولی. که د خلیلزاد په شان خبیثان، غلامان جاسوسان زمونږ هیواد کی نه وی امریکایانو د اشغال جرات هم نه درلود، دغه خبیث اوس په امریکایی توب خوشاله او افغانانو ته توصیه… نور لوستل »