افغانستان

ټرمپ: له افغانستان عسکر را باسو خو استخباراتي حضور پرېږدو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، له طالبانو او کابل حکومت سره مو په مذاکراتو کې رغنده پرمختګ کړی او ښايي په راتلونکو څو اونیو کې یوه هوکړه اعلان کړو.

ټرمپ چې په نیو جرسي ایالت کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « هر څه ډېر ښه روان دي، موږ به په راتلونکو څو اونیو کې د اعلان لپاره یو څه ولرو، موږ غواړو په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه راښکته کړو خو په دې هیواد کې به استخباراتي حضور په خپل ځای پاتې وي».

ټرمپ زیاته کړه « په افغانستان کې زموږ د استخباراتي حضور د شتون د اړتیا ستر لامل دادی، چې موږ نه غواړو افغانستان یو ځل بیا د ترورستانو په لابراتوار بدل شي».

ټرمپ داسې مهال په افغانستان کې د عسکرو تر وتلو وروسته د استخباراتي حضور د پرېښودلو هوډ لري، چې تمه ده د طالبانو او امریکا تر منځ په نږدې راتلونکې کې د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو هوکړه لاسلیک شي.

طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې د یوه بهرني عسکر تر پاتې کېدلو پورې به هم خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که د امریکا ( ترمپ ) به خوښه وی یو عسکر به یی هم له افغانستانه په داسی ډول چه دوی مات شوی دی ایستلی نه وی لا څه چه نور به یی هم ورته راوستلی او افغانستان به یی د امریکا په ایالتو کی شمیرلی وی. مګر دا د طالب مجاهدینو د تقوی ، ایمان او الهی نصرت زور دی چه د امریکا په شان د لوی ابرقدرت چه ټوله استعماری نړی ورسره بدرګه کوی ۱۸ کاله په بریالیتوب وجنګیدل او په بریالیتوب جنګیږی، امریکایانو خو طالبانو سره خبری کول د هغوی په رسمیت پيژندل ګڼل یعنی اوسی بی… نور لوستل »

اجمل

زه هر ورځ دا پاڼه پدی خاطر وینم چی کوندی کوم د سولی خبر ترینه واورم، ولی برعکس هره ورځ د سولی خبری بلی ورځی ته ځی. کله کله فکر کوم چی کومه سوله دا خوسی وخت تیرول دی سوله نشته. پاکستان د افغانستان سوله د کشمیر پر حالاتو پوری تړی، په سر د هغه هم زمونږه طالبان تابع دار د پاکستانیانو دی او له هغوی نه دستور اخلی په ښارونو، او د ودو په محافلو کی انتحاریانی کوی. نو بهتره ده چی سولی ونشی ځکه د زاری او عزر سوله افغانانو ته د منلو وړ نده. بخصوص هغه سوله… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ

ټرمپ جاهل لاتراوسه افغانستان خپله مستعمره تصور کوی پښتومتل دۍ:وایی پکه یی په وراکی نه پریښووه دی ویل زه دمخ په اوښه کی سپریږم – دده لاپوره بادونه له نسه ندی وتلی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x