تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

د خپلواکۍ په مناسبت د طالبانو پيغام: امریکا دې د انګریزانو له ماتې عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د هیواد په لر او بر کې له انګرېزانو څخه د استقلال د سلمې کلیزې د نمانځلو څرکونه لېدل کېږي، طالبانو ملت ته ددې ورځې مبارکې ویلې او تر څنګ یې امریکایانو ته ور یاده کړې څو په افغانستان کې د انګریزانو له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي او له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې، د امریکا په وړاندې د طالبانو په مشرۍ د ملي مقاومت پیل د اسلافو په قدم باندې د افغانانو تګ بلل شوی او تر څنګ یې یاده شوې « اوسنیو یرغلګرو ته وایو چې تاسي له څه کم دوو لسیزو زور ازمایلو، ډول ډول حربو کارولو، کورونو، فصلونو او اجتماعي مرکزونو له ورانولو، له افغانانو نه له ګوانتانامو تر باګرامه اونورو پټو او ښکاره زندانونو له ډکولو سره سره نه یوازي داچې د ځان په وړاندې مو د افغان غیور او مسلمان ملت جهادي پاڅون خاموش نه کړای شوای؛ بلکې ورځ تر بلې مو د واک ساحه محدودیږي او په لویو ښارونو کې د سمینټي دېوالونو شاته پناه وړئ، نو غوره داده چې نور افغانستان افغانانو ته پریږدئ او د امپراطوریو د دې هدیرې له تیر تاریخ څخه عبرت واخلئ.»

اعلامیه وړاندې لیکي « د روان جهاد له برکته هغه ورځ را نژدې ده چې اوسني اشغالګر هم د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر په ټولیزه توګه له ګران هیواده ووځي او افغان مسلمان ملت لکه د یوه پيړۍ پخوا په څير یو وار بیا د استقلال د اعادې او عزت توغ پورته کړي. »

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

نو دا ورځ د ټول ته مبارکه وی. خو ولی د دی ورځی په مناسبت په جلال آباد او لغمان کی طالبانو ۶ حملی وکړی؟ او همداسی نغواړی چی دا ورځ په کابل او نورو ځایونو کی په امن ولمانځل شی؟

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

آیا په اوس وخت کی افغانان استقلال لری؟ آیا د(ع،غ) حکومت چی د جان کیری په لاس جوړ سوی دی یوازادحکومت دی؟ اوداسی نور په لسګونه سوالونه چی دټولوجواب (یا) دی. نو په داسی حالاتو یواوبل ته مبارکی ویلای سو؟