د ورځني درې وخته خوراک کولو مناسب وختونه کوم دي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د ورځې درې وخته خواړه په عموم ډول رواج دی، دغه وختونه د انسان روغتیا سره سم تړون لري، که چیرې سباناری د غرمې، غرمنی د مازیګر او ماښامی د خوب پروخت کې وشي نو څرګنده ده چې پر روغتیا بد اغیز کوي.

داسې به ډیر خلک وي چې د بېلا بېلو بوختیاو له کبله نه شي کولای په خپل وخت سباناری وکړي چې له کبله یې د غرمې او ماښام خواړه هم بې وخته شي، دا بیا د انسان پر ژوند ژور یا په بله اصطلاح منفي اغیز کوي.

څیړونکي ټول په یوه خوله دي چې انسان باید د خوړو وختونو ته ملتزم ووسي، ځکه چې دا په وزن کموالي کې مرسته کوي او بدن ته په مناسب وخت کې طاقت ورکوي. خو د سباناري، غرمني او ماښامي خوړو وختونه مو باید کوم یو وي؟

  • سباناری: تر ټولو غوره داده چې له خوبه راپاڅېدو څخه نیم ساعت وروسته سباناری وشي، ددې لپاره تر ټولو غوره وخت د سهار «۷:۰۰» بجې دي.

دا طبیعي ده چې ټول خلک د بېلا بېلو بوختیاو له کبله نه شي کولای په دغه وخت سباناری وکړي، خو ددې هر څه سربېره بیا هم په کار نه ده چې سباناری د سهار له لسو بجو څخه وروسته وشي.

پوهان په یوه خوله دي چې د انسان په دریواړه خوړو کې سباناری تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی، هرو مرو باید ترسره شي، او په دې کې داسې څه باید وي چې پروټین ولري، لکه هګۍ او شیدې، کوم چې بدن ته طاقت ورکوي، او کله چې سباناری غوره وي د غرمې خوراک په مناسبه اندازه کیږي.

په هر حال باید سباناری پرینښودل شي، د هارورد پوهنتون د روغتیا پوهنځي د څيړنې له مخې هغه کسان چې سباناری نه کوي د هغوی په پرتله چې کوي یې د زړه حملې ښکار کیږي، سباناری نه کول انسان له یو شمېر نورو ستونزو سره هم مخ کوي.

  • غرمنۍ: د غرمې خوړو لپاره غوره وخت د غرمې «۱:۰۰» بجه ده، خو که چیرې نشې کولای هرو مرو یې په دغه وخت ترسره کړئ، باید د سباناري او د غرمې خوړو ترمنځ تر ۴ ساعتونو فاصله موجوده وي، ځکه چې بدن له ۳ څخه تر ۵ ساعتونو پورې د لوږې احساس کوي. په کار دي چې د غرمې خوراک د ماسپښین له درې یا څلور بجو وروسته ونه شي.
  • ماښامی: د ماسخوتن خوړو یا ماښامي غوره وخت د شپې «۷:۳۰» بجې یا دې ته نږدې دی، مګر د خوب او ماسخوتن خوړو ترمنځ باید د ۳ ساعتونو فاصله موجوده وي.

ګڼ شمېر څیړونکي په یوه خوله دي چې د ماسخوتن ناوخته خوراک کول انسان په بېلا بېل سرطان ناروغیو اخته کوي، ددې سربېره انسان کې د چاغوالي ناروغي رامنځته کوي کوم چې لومړی د شکر ناروغۍ نښه ګڼل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د