د خپلواکۍ لمانځلو سیالۍ: افغان ځوانانو سیال لوبډلې ته د «۱۸۰» منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې لمانځلو په ویاړ په شل اوریزو سیالۍ کې د افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې خپلې سیال افغان اتلانو لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د استقلال سلمې کلیزې لمانځلو په یاده جوړه شوې افتخاري سیالۍ کې د ګلبدین نائب او راشد خان لوبډلې مخامخ دي چې د ګلبدین نائب لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه.

په دغه سیالۍ کې د ګلبدین نائب لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا زیاتې «۵۴» منډې لوبډلمشر نائب، احسان الله جنت «۴۵» او همدا ډول حشمت شهیدي «۴۵» منډې جوړې کړې.

د افغان اتلانو لخوا راشد خان ښه ونه ځلېد او په خپلو ۳ اورونو کې یې پرته له کومې ویکټې ترلاسه کولو ۳۶ منډې ورکړې، ددوی لخوا دولت ځدران او فرید ملک ۲-۲، شاپور ځدران او ضیا شریفي ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

د راشد خان لوبډله په ننۍ سیالۍ کې د غوره توپوهونکو پرځای غوره توپ اچونکي لري، دوی ته به ټاکلی هدف د کمزورې توپوهنې او د هدف بشپړولو فشار له امله یو څه ستونزمن وي.

یاده سیالۍ په ژوندۍ لیکلې بڼه له دغه ځایه کتلای شئ!

https://www.cricket.af/match-center?live

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د