
د ګلبدين نائب لوبډلې د خپلواکۍ جام سيالۍ وګټله
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸): د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ کابل لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د ګلبدين نائب او راشد خان تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه چې په کې د ګلبدين نائب لوبډلې بريا خپله کړه.
د لوبې په پېل کې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې، له ډلې يې ګلبدین نائب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ منډې جوړې کړې.
د افغان اتلانو له لوري دولت ځدران او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدران او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۸۰ منډو د هدف په تعقيب کې د افغان اتلانو ټوله لوبډله په ۱۳۹ منډو وسوځېدله او افغان ځوانانو په ۴۰ منډو بريا خپله کړه. ددوی له لوري جاويد احمدي او درويش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې، همدا راز فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱ منډې وکړې.
د افغان ځوانانو له لوري يمين احمدزي ۳، سيد احمد شېرزاد او ظهير خان ۲-۲، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران او حميد حسن ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
Afghan Zwanan triumph over Afghan Atalan in Independence Centenary Celebration match@GbNaib ’s Afghan Zwanan beat @rashidkhan_19 ’s Afghan Atalan in a match played at Kabul Cricket Stadium to celebrate Independence Centenary of Afghanistan.
Read more: https://t.co/5BN2Wsk6Dr pic.twitter.com/rTtla1H9FT
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) August 19, 2019
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدین نائب ته ورکړل شوه، همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا حميد حسن ترلاسه کړه.
د يادونې ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د يادې سيالۍ ترسره کولو لپاره راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمن د انګلستان هوره ليګ سيالۍ په منځ کې پريښودې او د ملي لوبډلې سره يوځای شول.
افغان لوبډله د راتلونکې مياشتې په پنځمه نېټه د بنګلديش لوبډلې سره ټيسټ سيالۍ او بيا په درې اړخيزه شل اوريزو سيريز کې ګډون کوي، افغان لوبډلې تر دې دمه د يادو سياليو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.