ننګرهار: ګڼو چاودنو ۶۶ تنه ټپيان کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولايت کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کليزې په لمانځغونډو کې ګڼو چاودنو ۶۶ تنه ټپيان کړي دي.

د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند مبارز اتل رسنیو ته ويلي دي چې په خوږياڼو ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې ۱۱ چاودنې شوي دي چې له امله يې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د عامې روغتيا وياند ګلزاده سنګر ويلي دي چې په چاودنو کې ۶۶ تنه ټپيان شوي دي چې شل يې ماشومان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم ويلي دي چې ټپيان د جلال اباد ښار بيلابيلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي او له تداوۍ وروسته رخصت کړل شوي دي.

د جلال اباد ښار د نننيو چاودنو مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د