د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت

هلال احمد شیرزاد

لومړی باید خپلواکۍ لپاره تعریف وکړو

د نولسمې پېړۍ په پای کی او د شلمې پېړۍ په لمړیو لسیزو کې د خپلواکۍ تعریف دا وو چې یوه جغرافیه دی له هر ډول باندنۍ ولکې اونفوذ څخه خلاصه وی او په خپلو چارو کی سمباله او ازاده وی او د خپلې خاورې هر اړخیز واک ورسره وی.

خو دلته په یوویشتمه پیړۍ کې پرمختګونه  هر سه اووج  ته رسیدلې دی نو ددې لپاره یواځی دا تعریف بسنه نه کوی، د اوسنې نړیوالتوب د چوکاټونو ارزونه دا ثابتوي چې د ازادي کلاسیک او پخوانې تعریف اوس بدل شوی دی.

په ٢١ مه پېړۍ کې یواځې دا نه ده چې د یو هیواد په خاوره کې دی د بل هیواد پوځیان شتون ونه لری.

پخوا به یو هیواد په مطلق ډول ازاد او یا هم مستعمره و، خو اوس د هیوادونو د خپلواکۍ کچه له دې معلومیږې چی څومره د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورو ته اړتیا لري او څومره په ځان بسیا دی.

یو هیواد چې څومره نورو ته اړ وي په هماغه اندازه یې د خپلواکۍ کچه ټېټه وی او څومره چې د نورو له احتیاجه خلاص وی او خپل اقتصادی، سیاسې، او ټولنیزې اړتیاوې په خپله پوره کولای شې نو دا هیواد هماغومره په ډیره اندازه خپلواک دی.

د ازادي او حقواکۍ ساحل ته هغه څوک رسیږې چې تندو او طوفانونو ته په غیږه ورشې او ډغرې ورسره ووهي؛ څوک چې د الله جل جلاله په لاره کې د سرښیندلو ته  تیار وی هغه ته زندان ګلبڼ او زولنې پسولونه وی، دا مه هیروﺉ چې  د ازادي ګلبڼ په وینو خړوبیږې او زرغونیږې دانه چې دښمن ته په غاړه ایښودلو ازادې ترلاسه کیږې او نه ازادی بلل کیږې بلکې دا غلامې او سرځوړی ده .

له دښمن سره ډغری وهل او له هغوی سره مقابله کول پر وړاندې یې کلک دریدل ازادی او سرلوړې ده.

د پخوانیو اسلافو یو قول دی چی وایې

) ازادې ورکول کیږې نه، بلکې آذدې اخیستل کیږي)

پیاوړې هدف ته د رسیدو لاره د اغزو په څوکو تللې ده یعنې الله سبحانه وتعالی ته لاره د اغزو په څوکو ورغلې ده چې هجرتونه، تیندکونه، ستونزې، کړاوونه، ټپونه،اوښکې، وینې او شهادتونه پکې پراته دی. نو له همدې کبله لوړوالې ګټل او ازادې تر لاسه کول لوړ غره ته په پیچلو لارو ختل دی.

نوهغه څوک چې د حق په لاره کې د ستونزو ګاللو،کړاوونو، زندانونو، زولنو او زنځیرونو، کورپریښودو، ټپونو اوشهادت ته غاړه نه ږدی او نه یی ګالې دهغوی غاړو ته دغلامۍ غړوندي پریوځې.

د اسد ٢٨ مه له انګریزی ښکیلاکه د ازادي اخیستلو تاریخ ته لنډه کتنه:

کله چې دپنځلسمې اوشپاړلسمې پيړيو په پایله کې داندلس سقوط وشو، په افریقا کې داسلامي واکمنیو تدريجي ضعف او د عثماني امپراطورۍ د ځوړ حالت سره سم هغه اروپایان چې دمنځنيو پيړیو راهیسي د دروند خوب مزه څکلي وه له خوبه را ویښ او دا فرصت په لاس ورغلو تر څو له مسلمانانو سره دپیړيو، پیړیو حسابونه وکړي او خپل انتقام تري واخلي.

له همدغه ځایه اروپایانو د ټولي نړۍ دځبیښاک لپاره مټي را وبډوهلي، په دوی کې هغه چې د استعمار لمړني مبتکرین بلل کیږي، پرتګالیان او هسپانویان وو.
دوی او همدارنګه نورو اروپایانو د اروپا نه بهر د ځمکو د لاندي کولو لپاره هڅي پیل کړي.

له همدغي ځایه د اروپایانو یرغلونه پیل شول، تردي چې په افغانستان کې يې ډيري ککرۍ له خاورو سره خاوري شوي.

په دی کې شک نشته چې آزادي د الله (ج) یو ستر نعمت دی او دا نعمت په قربانیو ترلاسه کيږي، نو زمونږ نیکونو هم د ”۸” لسیزي ډيري زیاتي قربانۍ ورکړي وي او د دي قربانیو په ترڅ کې یې آزادي او خپلواکي لاسته راوړله، او د هیواد خپلواکي په داسي وخت کي واخستل شوه چې په اسلامي نړۍ کي هیڅ یو هیواد هم مستقل او خپلواکه نه وه او ټول اسلامي هیوادونه  د لمړنۍ نړیوالي جګړي په مهال د انګریزي ښکیلاک تر ولکي لاندي وی.

نن ورځ چي موږ د کومي آزادۍ جشنونه کوو د اهغه دآزادۍ ورځ وه چې په کال ۱۹۱۹م کې د غازي امان الله خان لخوا په داسي وخت کې واخیستله چې افغانان دیوی لوي امپراطورۍ په قلمرو کې د ډوبیدو په حال کې وه.

دافغانستان غیور او غیرتې  ملته! نن چې بیا مونږ په داسی یو حالت کې قرار لرو چې ازاد او خپلواکه نه یو او همغه اروپایې اشغالګرو مو وطن یرغمل کړې ولی یو ځل بیا په دوی لکه دتیر تاریخ په څیر تندریز بریدونه نه کوو ولې ورته د خپلو خوږو او تنکیو ماشومانو،ښځو او سپین ږیرو د شهیدانولو او د کورنو او جوماتونو نړولو فرصت  او اجازه ورکوو ولې زمونږ او ستاسې هغه ایمانې جذبه هغه افغانۍ میړانه نشته.

ګران افغان ولسه!  دا په یاد ولرۍ چې د میړانې، ښندنې او توري تاریخونه په زرینو کرښو لیکل کیږي او راتلونکې نسلونه پرې ویاړې، نو راځۍ!   داسې یود ویاړ ډک تاریخ لکه نن چی مونږ او تاسی پری ویاړیږو د احمدشاه بابا او میرویس نیکه د ویاړمن تاریخ په څیر یو تاریخ تر شاه پریږدو تر څو زمونږ او ستاسې راتلونکې نسلونه زمونږ په تاریخ وویاړې او عبرت تری واخلی او د هغې په ترڅ کې قربانیو او سرښیندنو ته تیار شي.

نه دا چې  د تسلیمۍ ، بزدلۍ او بې ننګۍ تاریخ تر شاه پریږدو د داسې تاریخ پاڼې تکي توری وی چې راتلونکو نسلونو او پرګنیو ته یې پېغور پاتې کیږې او پرې ژاړې.

نو راځۍ ! خپلو راتلونکو نسلونو ته د ننګ تاریخ پریږدو، میړانه ور ذده کړو او له پېغور څخه یې وژغورو په خپل ګران هیواد افغانستان سره یو موټې راټول شو اوهر افغان که هغه د هر قوم څخه وی له سینې سره یې ولږوو، تعصب او قوم پرستۍ ته د پای ټکې کیږدو، د پردیو غلامې  پریږدو او پردې د ځان غلامان وګرځو، له هیواد سره د خیانت پر ځای مینه وکړو د خپل هیواد او وطن سره مینه لرل ایمان دی.

دا هر څه د اسلام د مقدس دین د سیوری لاندې ترسره کیږې باید اسلامې لارښوونې پلې کړو، او د یو سوچه اسلامې نظام ترسیورې لاندې خپل ژوند ته د نبوی لارښوونې له مخی ادامه ورکړو، د کفرسره د اسلام د لارښوونې له مخې معاملات وکړو او خپل مسلمان  ورور نه که هغه د نړۍ په هر ګوټ کې وی حمایت وکړو اود اسلام د سرلوړۍ لپاره هلی زلې وکړو، نو لری نه ده چې کفر به مغلوب او د اسلام مبارک دین او مسلمانان به بریالې او غالب شی او خپله ازادی به لاسته راوړی. ان شاالله

په همدی ستره هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د