پېښور کې د افغانستان بیرغ پورته کولو په تور ۳۹ افغانان نيول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، پېښور کې ۳۹ هغه افغانان يې نيولي، چې د افغانستان خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت يې د افغانستان بيرغونه پورته کړي وو.

پوليسو تور لګولی، چې د افغان کډوالو دا کړنه د کرکې او نفرت خپرولو هڅه وه او له همدې امله نيول شوي دي.

د پېښور حيات اباد پوليس وايي، دغه کسان تېره شپه په ټوليزه توګه په موټر سايکلونو راوتلي وو او ټولو د افغانستان بیرغ پورته کړی و، چې د پوليسو له لوري ونيول شول، شپه يې د پوليسو په حوزه کې کړې او نن سهار د نفرت خپرولو په تور محکمې ته معرفي شوي دي.

د زمري په ۲۸مه هر کال افغانان په هېواد کې دننه او بهر د خپلواکۍ جشنونه نمانځي.

پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ چارواکو هم د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نيول کېدو پخلی کړی او وايي، د هغوی د خوشې لپاره هلې ځلې کوي.

د پېښور مرافعې محکمې يوه پخواني قاضي شيرمحمد خان ويلي، د بل هېواد بیرغ پورته کول په نفرت خپرولو کې نه حسابيږي او د دغو افغانانو نيول يې ناقانونه بللي دي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو ايالتي وزير شوکت يوسفزي ويلي، د افغانستان بیرغ رپول کومه ستونزه نه ده، خو تور يې لګولی، چې ځينې خلک د نفرت خپرولو هڅه کوي او له دې لارې ناوړه ګټې ترلاسه کول غواړي، چې حکومت احتياطا نيولي دي.

د يوسفزي په وينا ځينې کسان په ضمانت خوشې شوي او ځينې به هم په لنډ وخت کې خوشې شي.

تېره اوونۍ هم پېښور کې يو افغان د افغانستان بیرغ پورته کړی و، چې د پوليسو له لوري نيول شوی و او بیا د نوي زره کلدارو  جريمې له پرې کولو وروسته خوشې شو، خو د افغانستان سفير لطف الله مشعل ادعا کړې وه، چې دغه افغان د ده په هڅو خوشې شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ملی بیرغ او کوم بل هیڅ بیرغ ( البته د رښتینی جهاد او مبارزې بیرغ په تاریخی ریښینو زمانو کی مستثنی دی) کوم خاص تقدس نلری او فقط د ملی هویت نښه ده هغه هم فقط د ” لِتَعارَفُو” تر کچی. نن ورځ د ډیرو انسانانو اخلاقیات او روحیات د یو ډول ځوروونکو حساسیتونو ښکار سوی دی او د بل هیواد د ملی بیرغ په لیدو ئی ټول منفی احساسات لاس په ښورښ پورته او منفی تعبیرونه په ځان کی تولیدوی. د افغانستان د ملی بیرغ رَپَول په پیښور کی هغه هم د افغانانو لخوا کوم مدنی او سیاسی جرم… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

په اکثره اسلامی او اروپایی هیوادونو کی د خپلواکی د ورځی جشنونه د افغانانو لخوا نیول شوی مګر هیڅ هیواد افغانان بندیان نکړل. خو له هېواده بهر بیا د خپلواکۍ دورځې نمانځنې ته پراخ تدابیر نیول شوي وو، د ترکیې د حکومت لخوا د استانبول مشهور پول، د ازبکستان او عربي اماراتو لخوا د خلیفه برج څراغونه د افغانستان په بیرغ ښکلي شوي وو. دغه راز په امریکا، اروپا او نورو ګڼو هېوادونو کې هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن په ولسي جذبه نمانځل شوی دی. مګر څرنګه چی ټولو ته معلومه ده چی پاکستان د انګریزانو په لاس… نور لوستل »

Ahmed
میلمه
Ahmed

دی ته وائ بسلمان هېواد