جنرال قمر جاوید باجوه

د جنرال باجوه د ماموريت موده درې کاله وغځول شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان د دغه هېواد د پوځ د سر لښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د ماموريت موده درې کاله نوره هم غځولې ده.

د عمران خان له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سيمې امنيتي وضعيت ته په کتو پرېکړه وشوه، چې د جنرال باجوه کاري موده درې کاله نوره هم وغځول شي.

جنرال باجوه د ۲۰۱۶ په نومبر مياشت کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ټاکل شوی و او په روان نومبر کې يې ماموريت پای ته رسېده، خو د حکومت د پرېکړې پر اساس به نوموړی د ۲۰۲۲ کال تر نومبر مياشت پورې خپل ماموريت ته دوام ورکوي او تر هغه وروسته به تقاعد شي.

پاکستاني رسنيو د پوځي سرچينو له قوله ليکلي، له هند سره د کشمير پر سر پيدا شوي تاوتريخوالي او افغان سولې روانې پروسې له امله د جنرال باجوه د ماموريت موده غځول شوې ده.

د پاکستان يو شمېر سياستوال د حکومت له دې پرېکړې سره مخالف دي او د صدر اعظم عمران خان دا پرېکړه سياسي بولي، خو ځينې نور يې بيا ملاتړ کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د