له داره تر دیداره!

مجیب الرحمن عمر

که د اغیارو له غشو او دپرهرونو له دردونو خوند وانه خلو نو بیا مو دمحبت په امام پسې د محبت اقتدا حقیقت نلري،که نمرودي لمبوته دروغبړ او ښه راغلاست لپاره غبرګ لاسونه خلاص نه کړو نو دملتیت دعوه مو بې اصله ده. که دقلزوم له لویو طوفاني او وحشتناکو څپو څخه ترهه او ویره ولرو نو دوخت دفرعون سره دمقابلې امادګي نلرو، او که ددار له سره دیار تر دیاره دمحبت او مظلومیت سلام وانه ستوو نو بیا مو دلوی خبیب سره دورور ګلوي دعوه څه مانا لری؟

دا یو مسلم او منلی شوی حقیقت دی چې محبت درحمت او منت په رنګین او غمګین لباس هغه دردمنه او غمجنه ډالۍ ده چې ریښتیني عاشقان یې هر درد او کړاو دعسلو او شكرو په تول تلي.

که مو په کور کې ماشومان په لویه ږیره په مخ په څپیړ وهي خو بیا هم دمحبت په نوم ترې خوند اخلو او د لا تشویق په کلماتو یې لمانځو، نو بیا به څنګه د محبت په نوم راغلي ترخه خواږه امتحانات او ازموینې دتبسم په شونډو او نمجنو لیمو نه ښکلوو؟

که مجنون دلیلا دکوڅې دسپی پښی دلیلا په محبت کی ښکلوی نو مونږ به ولی دحقیقي او ستر واکدار په محبت کی په خپلو ګناهګارو شونډو ددار توری رسۍ نه ښکلوو؟

که په مسجد نبوی کی دخیر البشر په فراق لرګینه بی ساه خرما په چیغو چیغو ژاړی نو بیا به ولی دامتیت دعوه داران دخپل محبوب او پیشوا په فراق کی له خپلو ګناهګارو سترګو داوښکو په ځای وینی نه تویوی؟

که یوسف دټول حسن او ټولو کمالاتو تر څنګ دحقیقی محبت دترجیح او مختاره کولو په تور په کلونو کلونو ځنځیرونه او زولنې خوښوی نو مونږ ولی بیا د سپیڅلی کلام دحاکمیت په تور په خپلو بدرنګو ځوانیو وویریږو؟

زما په اند محبت ژوند دی په انسان کی بل روح او ساه نشته مګر هغه محبت دی په دنیا کی په ډیرو انسانانو د ژوند اطلاق کیږی خو هغه نه په ژوند ژوندی وی او نه پس له مرګه او عاشقان هم په ژوند ژوند ژوندې دی هم پس له مرګه.

ځمکه او اسمان خو د عاشقانو په مرګ دویر ساندی غږوی نو دمحبت دناوی دسینګار لپاره ځنځیرونه زولنې دار او دسرو وینو خالونه اړین او لازمی دی،زموږ حال هم زموږ لپاره کومه دغم او خفګان خبره نه ده ځکه چه مونږ هم دسپیڅلی او حقیقی محبت دعوه داران یو او دعشق له سمندره مو دجنون زمزم په لپو لپو څیښلی اوس مو په ژبو دا شعار جاری دی چی،

غم مو خوښ دی دخوښیو په بدل کی .
اوښکی غواړو دغمیو په بدل کی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د