اټلانيټک: امریکا بايد افغانستان کې خپله ماتې ومني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا اټنلانټيک مجلې د افغانستان سولې پروسې په اړه ليکلي، چې ښايي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره به په راتلونکو ورځو کې له طالبانو سره د سولې يوه هوکړه وکړي، چې په پایله کې به يې امریکا د افغانستان جګړې پای ته رسولو پرېکړه کوي او امریکايي عسکر به خپلو کورونو ته ستانه کړي.
مجله زیاتوي، که داسې وشي، دې سره به د ټرمپ اداره د نظرونو او ناندريو په يوه نوې جګړه کې ښکېل شي او اساسي پوښتنه به دا وي، چې د سولې دې تړون کې امریکا وګټله که وبایلله؟
د اټلانټيک په وينا د روغې جوړې معنا همدا ده، چې دواړه لوري به له ځينو حقونو او شرایطو تېريږي، خو د ټرمپ ادارې منتقدين وايي، چې امریکا د سولې په خبرو کې ماتې منلې ده.
مجله زياتوي، امریکا په افغانستان کې ۱۹ کاله جګړه وکړه او د سولې لپاره امریکا ته اړينه ده، چې خپله ماتې ومني او روانه جګړه له سوله ييزې لارې پای ته ورسوي.
اټلانټيک مجلې دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات په نهايي کېدو دي او دواړه غاړې دغو خبرو ته خوشبينه دي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ هم په نيوجرسي ايالت کې رسنيو ته ويلي، د افغانستان جګړې په اړه په هېچا باور نه کوي او غواړي، چې په هره بیه وي، دغه جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته راولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د