
لوګر: له سعودي څخه تازه راستون شوی مسافر ګډو ځواکونو وژلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو او ولسي وګړو د وژنو په دوام تيره شپه يو ځل بيا په لوګر ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې اچول شوي او له سعودي څخه تازه راستون شوي مسافر يې له خپل کوچني وراره سره وژلی دی.
راپورونه وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د لوګر ولايت مرکز اړوند داود خيلو کلي کې چاپه وهلې او دوه تنه ولسي وګړي يې وژلي چې يو پنځلس کلن ماشوم دی.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله تر بل هر وخت زياته شوې ده چې له امله يې ولس وکړي انديښمن کړي دي.
د تير لوی اختر په ورځ هم د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمير ولسي وګړي وژل شوي وو.