طالبانو کابل کې د ښوونځي سوځولو په اړه د حکومت ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کورنيو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې ده چې ويلي يې وو د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې طالبانو د نجونو يوه ليسه سوځولی ده.

د کورنیو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن سهار رسنيو ته ويلي وو چې طالبانو د کابل شکردرې ولسوالۍ په لويه زار کلي کې د نجونو د يو ښوونځي ملازم تړلی او بيا يې ښوونځی سوځولی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت دا ادعا رد کړې ده او ويلي يې دي چې «د اسلامي امارت مجاهدین د تعلیمي مراکزو څخه ساتنه او پالنه کوي، نه داچې خدای مکړه زیان ورواړوي.»

د يادونې وړ ده چې له ډیرې مودې راهيسې په افغانستان کې په ښوونځيو بريدونه کیږي خو تر اوسه حکومت په دې نه دی توانېدلی چې مخنيوی يې وکړي او ياهم تورن کسان ونيسي‌.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د