کرزی له مودي سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر  «حامد کرزی» د هند د لومړي وزیر «نریندار مودي» لیدو ته ورغلی او له نوموړي سره د افغان سولې په تړاو غږېدلی.

د هند د لومړي وزیر له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې په دې لیدنه کې لومړي وزیر پخواني ولسمشر ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې او د هند د خلګو له لوري یې نوموړي ته نېکې هیلې وړاندې کړې.

په دې لیدنه کې هند، د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا تازه کړې او تر څنګ یې یاده کړې، چې هند به د سیمې او افغانستان ثبات ته په رښتیني ډول کار کوي.

پخوانی ولسمشر داسې مهال د هند له لومړي وزیر سر ه دافغان سولې په تړاو بحث کوي، چې په دې وروستیو کې د یاد هیواد او پاکستان تر منځ د کشمير د کرښې په اوږدو کې را ولاړ شوي کړکېچ اغېزې له افغان سولې سره تړلې بلل کېدې.

پاکستاني چارواکو په بیا، بیا د کشمیر مسئله د افغانستان له ثبات سره تړلې بللې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د