ټرمپ: «موږ به په افغانستان کې مؤثر استخباراتي حضور ولرو» دا څه معنا؟

عبدالمالک همت

استاد عبدالمالک همت

له کله څخه چي په ګران هيواد افغانستان کي د سولي د ټينګښت لپاره د امريکې او طالبانو د خبرو ډلو هغه د فارسي ژبو وروڼو په خبره « پی مصلحت مجلس آراستند«» نشستند و گفتند و برخاستند» ناستي او ولاړي پيل کړي دي ټول افغانان يې د «الانتظار اشد من القتل» په ناروغي اخته کړي دي. په دې څو تېرو سوو مياشتو کي د سولي په هکله اته پړاوه خبري وسوې، خو تر اوسه دواړه لوري په خپلو اتو کي ډبل يا صفر دي. يعني خلکو يې له يوه پړاوه تر بله پړاوه له په انتظار کي د اچولو پرته بله ملموسه پايله نه ده ليدلې. په تېره د اتم پړاو خبرو دمخه او دهغه په بهير کي خلکو ته د دغو خبرو د پايلي را ايستلو او د دواړو لورو د «توافقنامې» لاسليکولو خبري کېدلې، خو د دې توافقنامې د لاسليکولو لا هيڅ درک نسته. په هر صورت موږ به خپل زړونه په دې خوشاله کوو چي«دير آيد خوش آيد».

د لويي اندېښنې خبره داده چي د دغو خبرو له پيله تر اوسه د امريکې طاغي ټرمپ او نور امريکايي غټ چارواکي د دې تر څنګ چي د سولي او له افغانستان څخه د امريکې د اشغالګرو پوځونو د وتلو په اړه ګډي وډي او ضد او نقيض خبري کوي، ټرمپ په وارو وارو ويلي دي چي: ”امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو
سرتېرو شمېرراکم کړي، خو خپل استخباراتي ځواک به هلته پرېږ دي“.

لکه چي همدغه ټرمپ په همدې تېره يکشنبې د زمري د مياشتي پر ۲۷ مه چي د اګست د ۱۸ مي سره سمون خوري يو ځل بيا د امريکې په نيوجرسي کي د خبرو په ترڅ کي خبريالانو ته وويل : ” امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳زرو څخه راکم کړي، خو یو شمېر «موثر» استخباراتي ځواک به هلته پرېږ دي“.

په داسي حال کي چي په افغانستان کي د امريکې او د سيمي د هيوادونو د استخباراتو شوم شتون او جنايتکار فعاليتونه زموږ د هيواد او هيوادوالو د ډول ډول بدمرغيو اصلي عوامل دی. زموږ ګران هيواد او هيوادوالو ته دا ټولي ور پېښي بخولي او کړاوونه په بنسټيزه توګه د زبرځواکونو او د سيمي د استخباراتو او د هغو د ټيټو جواسيسو او اجيرانو په مټ راوړل سوي دي، د دې سره سره د دغه امريکايي طاغوت په دغو خبرو په رسنيو کي هيڅ کوم مسؤول چارواکي سر نه دی ګرځولی، نه چا له امريکايي مقاماتو څخه د هغه د دغو څرګندونو په اړه توضيح غوښتې ده او نه هم چا په دې اړه څه ويلي دي.

پر دې خبره باندي د طلبای کرامو د چوپتيا له امله د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په يوه مقاله کي چي «تاند» ويب پاڼي د روان کال د زمړي د مياشتي پر ۲۵مه خپره کړې ده او سرليک يې دی: (امریکا او طالبانو افغانستان کې د یو خطرناک استخباراتي مرکز جوړولو معامله کړې) ادعا کړې ده چي :

”امريکا له طالبانو سره د پټو او ښکاره معاملو په اساس غواړي په افغانستان کې خپل استخباراتي جنګ دوامدار وساتي“.

هغه په دې مقاله کي زياتوي:

په افغانستان کې به د امریکا د استخباراتي ماموریت پیاوړتیا ډېرې بدې پایلې ولري….افغانان او سیاسیون دې د سولې وهم او خیال له سره وباسي او په افغانستان کې دې د امریکا د استخباراتي حضور پر ضد په کلکه ودرېږي: « امریکا د سولې په بهانه غواړي په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو او استخباراتو یو لوی عملیاتي مرکز فعال کړي او هغه ځایونه له افغانستان څخه په نښه کړي چې د امریکا اهدافو ته ترې خطر احساسېږي».

سپنتا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي مرکز جوړېدل د امنیت د ټینګښت لپاره نه دي، بلکې دا به په افغانستان کې طالبان او د پاکستان لاسوهنه لا پياوړې کړي او په دې شکل سره په افغانستان کې خپلې استخباراتي لوبې ته دوام ورکړي: « د امریکا دا کار به په افغانستان کې د سیمه ییزو رقابتونو اور لا تود کړي، او پراخ استخباراتي جنګونه به ورسره پیل شي».

بيا وايي: « زما غوښتنه دا ده چې که چېرته امریکا له افغانستان څخه وځي، نو په بشپړ ډول دې ووځي».
د امريکې د يرغل تر پيلېدو دمخه سي آی اې پرګران افغانستان يرغل وکړ:

د سپوتنيک او يو اس ټوډې په قول په ۲۰۰۱ ع. کال د سپټمبر د ۱۱مي نېټې تر پېښي پنځلس ورځي وروسته، د سپټمبر پر ۲۶مه د سي آی اې د کارکوونکو يوه ډله د دوه نيم مليونو ډالرو سره په يوه چورلکه کي د طالبانو سره د جګړې د همږغۍ په موخه پنجشير ته ورسېدل. هلته يې د شمال د ائتلاف د مشرانو سره وکتل. له ور سره ډالرو څخه يې ۳۵۰ زره ډالر د خپلي ډلي د تجهيزاتو د برابرولو لپاره وګرځول او نور يې يو شمېر مجاهدينو ته ووېشل.

له دغه مهاله تر اوسه سي آی اې او نور استخباراتي سازمانونه زموږ په ګران هيواد کي په بېلو بېلو ډولونو او لارو، بېلابېل استخباراتي، جګړه ييز، تروريستي او د مخدرو موادو د قاچاقو مجرمانه فعليتونه پر مخ بيايي.
زموږ په هيواد کي بېخي ډېر ناولي عناصر سته چي له ډېر پخوا څخه په دغو استخباراتي شبکو پوري تړلي دي، بيل بيل امتيازونه ورکول سوي دي، ډول ډول غټي او کوچنۍ دندي پرمخ بيايي، سي آی اې ښه غوښن معاشونه ورکوي، چي په مقابل کي يې په هيواد کي د دغو شبکو په ملتيا دا ډېر کلونه استخباراتي جګړه روانه ساتلې ده. له دغو عناصرو څخه ډېري ډلګۍ سته چي په ډول ډول وسلو يې ډېر ښه سمبال کړي دي.

هغوی د روزلو او منظمو ځواکونو په بڼه، د دغه جهنمي سازمان په لارښوونه، ملګرتيا او همږغي د ګران هيواد په ګوټ ګوټ او کليو کي په شپنيو عملياتو کي د ملکي وګړو پر کورونو وسلوالي چاپې وهي، غلاوي او
هدفي وژني کوي او د بې رحمو مرګ ژوبلو او زورونو او کړونومرتکب کيږي.

د سي آی اې دغه جنايتکار سازمان د دوی تر کنترول لاندي دغو سيمه ييزو افغانو ځواکونو – کوم چي د کابل د مقاماتو اطاعت نه کوي – په کومک خپل شوم اهداف او ماموريتونه پر مخ وړي او د هغو پرلاس د طالبانو او داعش پر وړاندي، په تېره په سرحدي سيمو کي مبارزه کوي. پر دې سر بېره د دغه سازمان استخباراتي کارمندان هم د مخالفانو او هم د کابل ادارې په دننه کي ځانګړي فعاليتونه کوي. مخابرات او رسنۍ په واک کي لري او کولای سي تليفوني خبري تعقيب او ثبت کړي. دغه راز دا کوښښ هم کوي چي د سيمي هيوادونو له پېښو څخه معلومات ترلاسه کړي. پر دې سر بېره لکه چي د سياسي چارو شنونکي وايي :

امريکايان نوري اوږدمهالي او ستراتيژيکي موخي هم لري چي په افغانستان کي يې د خپلو استخباراتي سازمانونو په مټ د تروريزم سره د مبارزې تر عنوان لاندي تعقيبوي.

لنډه دا چي د دغه جهنمي جاسوسي سازمان او د هغه د امريکايي او نورو بهرنيو ملګرو سازمانونو تاريخ زموږ په هيواد او نورو ډېرو هيوادونو کي د جنايتونو، توطئو، تخريبونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د خونړيو او نه ختمېدونکو جګړو د اورونو د بلولو په ډېر کرکجن دفتر اوښتی دی. که څوک د دې ناولو، پټو ادارو د ظلمونو، تېريو او عجيبو او غريبو کارونو له کرغېړنو کيسو او متعفن تاريخ څخه په بشپړه توګه خبر سي د چنګيز او هټلر جرايم به ورته هيڅ وايسي. تقريبا د نړۍ د هري لويي پيښي ترشا د دغو سازمانونو او د هغو د همکارو جاسوسي شبکو تور لاسونه هرو مرو پټ وي.

ښه، اوس به د خبريالانو سره د ټرمپ پورتنيو خبرو ته ځير سو. د هغه د دغو خبرو معنا دا کېدای سي چي امريکايان خپل پوځي ځواکونه له افغانستان څخه عمدتاً باسي، خو دا هم په طالبانو او افغان حکومت پورې تړلې بولي چې څومره سرتېري دلته پرېږدي.

او يو محدود شمېر پوځيان او يو موثر او قوی استخباراتي ځواک به يې په افغانستان کي په دې پلمه پرېږدي چي خپل سفارت په وساتي (په دې اړه يې څه مهال دمخه څه څرګندوني هم کړي وې) او القاعده او نور په وڅاري. په مقابل کي به له طالبانو څخه ژمنه اخلي چي نه به دوی د امريکايانو پر ضد جنګيږي او نه به نور القاعده، داعش او کومه بله احتمالاً رامنځ ته کېدونکې افغاني ډله د امريکايانو سره جګړې ته پرېږدي.

په دې توګه به د توافقنامې له مخي د امريکايانو د پوځيانو او استخباراتي ځواک پر ضد هيڅوک نه سي جنګېدلای، خو د هغو شتون به په استخباراتي او خطرناکه توګه دلته وی. په دې ډول به په افغانستان کي د ډېرو پوځيانو د ساتلو او جګړې لګښتونه پر کم سي، د اشغال له توره به وژغورل سي او افغانستان او په افغانستان کي هر څه به يې په کنټرول کي وي.

د امريکايانو د ځانونو سره جوړه کړې خبره خو دغسی ده. اما زه متيقن يم چي دا خبري نه افغان ولس ور سره مني، نه طالبان.

نو ښه داده چي د طالبانو کرامو د سياسي کميسيون درانه مسؤولين او د سولي د خبرو ډله سر له اوسه په دې اړه د امريکايانو د مذاکراتي ډلي سره خبره په واضح او غوڅه توګه سپینه کړي. وايي : « جنگ شديار سر شديار » او په څرګندو ټکو کي وروښيي چي افغانان ستاسي يو عسکر هم په هر اسم او رسم چي وي په افغانستان کي نه غواړي. که خپل ټول پوځي او استخباراتي ځواکونه له افغانستان څخه باسئ ښه که نه افغانان به اړسي چي ستاسي د وروستي عسکر تر ايستلو در سره وجنګيږي.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ګران ليکوال صاحب،ستاسو او د یو تعداد نورو ورونو اندښنې،دامریکايې عسکرو او یا د هغوی د استخباراتې فعالیتو په اړه، بالکل بی ځایه ده،په دي چې د اسلامې امارت محترم مشران د خپل په ټولو وینا او یا اعلامیو کې،دټولو پوځې او غیر پوځې،پرته له ډیپلوماتانو په وتلو ټینکار کړی او دا يې نهايې فیصله ده.نور ولی تشویش وکړو،دلته یوازي اعتماد په کار ده،چې باید د افغانستان د زوریدلې ولس په رښتنې مشرانو وکړو،او دا یوازی د اسلامې امارت مشران دي.الله تعالی دوی ته په هره برخه کې ستر .،ستر بریاوې ور نصیب کړې،او له دی پس به هم ان… نور لوستل »

هدی
میلمه
هدی

عبدالرؤوف وروره ! اوس مهال یوازي اعتماد کول هم په کار نه دی او نه یوازي طالبان د ټول ولس نماینده ګي کولای سي. د دې ولس هر وګړی کولای سي چې د اسلامي امارت مشرانو ته مشوره ورکړي او یا یې هم ځینو چارو ته متوجې کړي. په دې ولس کې ټولو قرباني ورکړې ده او هر څوک د نظر ورکولو حق لري.