امریکا له افغانستان سره ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

د امریکا له سفارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاده مرسته د جنګ ځپلو، د جګړې او طبیعي پېښو د قربانیانو او افغانستان ته د راګرځېدونکو مهاجرو د اړتیاوو پوره کولو ته ځانګړې شوې.

د خبرپاڼې په اساس، د متحده ایالاتو له لوري د ۱۲۵ میلیونه ډالرو له مرستې وروسته په روان مالي کال کې د یاد هیواد د مرستو مجموعه ۱۹۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د امریکا سفارت د مرستې د اعلان تر څنګ د سیمې له هیوادونو غوښتي څو د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اساس، د افغانستان له خلګو سره هر اړخیزې مرستې وکړي او د افغانستان خلګ یوازې پرېنږدي.

متحده ایالات داسې مهال له افغانستان سره په ملکي برخو کې مرسته کوي، چې یاد هیواد د تېر په خلاف د ولسمشریزو ټاکنو د بودیجې د اکثریت برخې له ورکړې انکار کړی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

یو ځل امریکا پاکستان ته ۱۲۵ میلیون ډالر ورکړل چی د داعش پروژی ته تقویت ورکړی بیا په پاکستان ددی ډالرو مننه لپاره لومړی په کویټه کی د ملاهیبت الله ورور په مسجد کی په بم والوځاوو او دا ځل یی د یوه پاکستان داعش او ترهګر په واسطه د کابل دبی د واده په هوټل کی ۷۰ کسانو په وژلو او ۱۸۰ کسانو په زخمیانولو سره د ډالرو مننه وکړه چی کله امریکا پوه شوه چی خلک پوه شول چی داعش د امریکا لخوا تمویل کیږی نو ددی برید پړه مخامخ دوی ته راجع کیږی نو اوس ۱۲۵ میلیون… نور لوستل »