له هیواد او ملي نوامیسو سره مینه

حامد افغان

د مکې مکرمې ښار له هغو سرسخته مشرکانو ډک وو چې رسول الله ﷺ یې اخیر هجرت ته مجبور کړ، هغه چې د هجرت په مهال د مکې له ښاره ووت بېرته یې همدې له مشرکینو ډکې مکي ته وکتل، په داسې حال کې چې سترګې مبارکې یې د مکې د فراق لامله له اوښکو ډکې وې هغې ته یې په خطاب کې وویل: څومره خوږه او ښایسته او څومره راته ګرانه یې، که زما قوم زه مجبور کړی نه وی زه به له تا پرته بل ځای نه وم اوسیدلی. عن ابن عباس – رضي الله عنه- قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم- لمكة: ما أطيبك من بلد وأحبك إلي، ولولا أن قومي أخرجوني ما سكنت غيرك. رواه الترمذي وابن حبان في صحيحه والطبراني في الكبير.

په یوه بل روایت کې راغلي چې د رسول الله ﷺ یو خپلوان له مکې راغلی و، رسول الله ﷺ د مکې د حالاتو پوښتنه ور نه وکړه، هغه د مکې د ښار، غرونو ورشوګانو او … کیسې ورته پیل کړې. رسول الله ﷺ یو څه د هغه کیسې واوریدلې وروسته یې ورته وفرمایل: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه.

رسول الله ﷺ له مشرکانو ډکې مکې ته په قسم سره ( یو روایت په قسم سره هم راغلی) فرمایي چې د ځمکې پر مخ له ټولو ښارونو ته راته ګرانه یې، داراز د همدې مکې د ښار، کوڅو، ورشوګانو پوښتنه کوي او د هغې یاد یې دومره کړوي چې هغه کس ته وایي: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه.

په یوه بل روایت کې راغلي چې صحابه کرامو کله هجرت وکړ نو د ابو بکر صدیق او بلال رضی الله عنهما سختې تبې شوې، دوی به د تبې په حالت کې شعرونه ویل او په شعرونو کې به یې مکه یادوله. رسول الله ﷺ چې د دوی حالت ولید نو دعا یې وکړه چې یا الله موږ ته مدینه داسې راګرانه کړه لکه مکه چې دې راګرانه کړې وه.

افغانستان د ملت کور دی، کابل د هیواد پلازمینه ده، افغانۍ د ملت کرنسۍ ده، ملي بیرغ زموږ د پېژنې نښه ده او … دا د افغان جغرافیه مېشتو وګړو مشترکات او د افغان ملت په ارزښتونو او نوامیسو کې راځي، ملت د چا غلام کېدلی نه شي، ګوتشمېر بې ضمیره انسانان غلامان کېږي خو د دوی په سر باید هیڅکله له ملي نوامیسو کرکه ونه کړل شي، یواځې کوم ناپوه به یې کوي او هغه باید پوه کړل شي.

لکه څرنګه چې هیواد د هیواد هر وګړې ته ګران وي باید په هیواد کې د ولس مشترکاتو ته هم د هیواد په څېر درناوی وشي، زموږ پر هیواد پریمانه يرغلګر راغلي او له بیرته تګ سره یې مریونه او غلامان خوار او ذلیل ګرځيدلي دي اما هیواد او ملي نوامیس پر خپل ځای درانه او محترم پاته دي، ځکه دا د ټول ولس دي تر څو چې دا ولس ژوندی وي هیواد او ملي نوامیس به یې درانه او خوندي وي.

د هیواد خاوره د پردیو په پلیتو قدمونو نه ناولې کېږي، د هیواد او ولس نوامیس د پردیو او پرديپالو په څو ورځو شتون نه سپکېږې او نه باید سپک وګڼل شي. د هیواد بیرغ زموږ ملي نښه ده، د هیواد اتلانو ته درناوی او احترام له هیواد سره د مینې معنا لري. د هیواد ازادي یوه وجیبه او د هیواد د هر وګړي دنده ده. الله دې موږ په دې دنده کې تل بریالي لري، الله مو دې ګران هیواد تل ازاد، اباد، غښتلی، سرلوړی او ودان لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د