افغانستان د راتلونکي ټيسټ او شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان غوراوي کمیټې د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د یوازیني ټیسټ، د بنګلدیش او زمبابوې په شمول د درې اړخیزه شل اوریزو سیریز لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

راشد خان به په ټيسټ او شل اوریزو لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې مشري کوي، چې ورسره مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان هم د لوبډلې په نوملړ کې شامل شوی دی.

د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د یوازیني ټیسټ سیالۍ لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ کې د ځوان لوبغاړو څخه په توپوهنه کې ابراهیم ځدران او توپ اچونه کې سید شیرزاد شامل شوي، شاپور ځدران له اوږدې مودې وروسته لوبډله کې شامل شوی، د ۱۵ کسیزه لوبغاړو نوملړ په لاندې ډول دی:

راشد خان «لوبډلمشر» اکرام علیخېل «ویکټ کیپر»، اصغر افغان، محمد نبي، احسان الله جنت، ابراهیم ځدران، رحمت شاه، حشمت شهیدي، ظاهر خان پکتین، جاوید احمدي، سید شیرزاد، یمین احمدزی، افسر ځاځی، شاپور ځدران او قیس احمد شامل دي.

د زمبابوې، بنګلدیش او افغانستان لوبډلو ترمنځ د افغان لوبډل نوملړ کې د نجیب ترکي، کریم جنت، شاهد الله کمال، فضل نیازی، نوین الحق او رحمان الله ګربز په شمول ۱۷ کسان اعلان شوي دي چې په لاندې ډول دي:

راشد خان «لوبډلمشر»، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، نجیب ترکی، نجیب ځدران، شاهد الله کمال، شفیق الله شفق، رحمان الله ګربز «ویکټ کیپر»، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نائب، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، فضل نیازی، دولت ځدران، مجیب ځدران او نوین الحق شامل دي.

افغان لوبډله به بنګلدیش ته د اګست په ۳۰مه نېټه سفر کوي.

د افغانستان او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ لوبه به د سپتمبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل کیږي چې تر ۹مې نیټې به دوام کوي، له دې وړاندې به دوی دوه ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کوي.

له هغې وروسته به په ۱۳مه نېټه د بنګلدیش او زمبابوې په شمول درې اړخیزه شل اوریزو سیریز ترسره کیږي چې تر ۲۴مې نیټې به دوام وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د