افغانستان

هسپانیا کې غلو د ګډ حکومت استازی ډبولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د تېرې یکشنبې په ورځ په هسپانیا هیواد کې غلو د ګډ حکومت استازی «همایون رسا» وهلی او قیمتي شیان یې ترې لوټلي.

د راپورونو په اساس، دغلو له حملې سره سم رسا په ځمکه لوېدلی او غلو ترې پیسې، لاسي ساعت او د جیبونو قیمتي شیان لوټلي.

ویل کېږي، د نوموړي لاسي ساعت ۲۵ زره ډالر قیمت درلود.

د ګډ حکومت استازی داسې مهال د غلو تر برید لاندې راغلی، چې نوموړی د هسپانیا هیواد په بارسلونا ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت جوړېدونکې غونډې ته په لاره وو.

په هسپانیا کې د ګډ حکومت استازیتوب هم یاده پېښه منلې؛ خو په دې تړاو یې له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس

ویل کېږي، د نوموړي لاسي ساعت ۲۵ زره ډالر چې معادل یې څه باندې ۱۲۰۰ زره افغاني کېږي؛ قیمت درلود.
وروره لیکل یوزل گوری بیایی نشروی

سیدګل اغابنوری

غازی بخورمال موزی ، به أمید همان روزی که همه زورواکا به سرنوشت سفیرك ګرفتار شوند . والسلام .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x