افغانستان

ټاکنو کمېسیون: د ښځینه رایه اچوونکو انځور اخستل اجباري دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې د ښځینه رایه اچوونکو انځورونه به اخلي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند «مرزا محمد حق پرست» بي بي سي ته ویلي، دا پرېکړه یې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، مېرمنو استازو او څارونکو بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته کړې.

د حق پرست په خبره، په ټاکنیزه پروسه کې د درغلیو د مخنیوي لپاره اړینه ده، څو د رایه اچوونکو بشپړ هویت ثبت شي « پر دې توافق شوی چې د مېرمنو عکس واخیستل شي چې درغلي ونه شي او له دې ناوړه ګټه وانخیستل شي. تر ټولو مهمه دا ده چې ټاکنې باید کیفیت ولري او د ټاکنو په کیفیت کې په کامل ډول د هر شخص د هویت ثبتول ډېر اړین کار دی».

د څارونکو په باور، په افغان غوندې دودیزه ټولنه کې خلګ مېرمنو ته د انځور اخستلو اجازه نه ورکوي او د ټاکنو د کمېسیون دا پرېکړه به په ټاکنیزه پروسه کې د مېرمنو ګډون صفر ته را کښته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x