اشرف غني مجرم دولتي سرتېري له بنده خلاصوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» له حکومتي زندانونو څخه د مجرمو امنیتي سرتېرو او پولیسو د خلاصون پریکړه کړې.

اشرف غني چې تېره ورځ د پولیسو د سوق او ادارې په مرکز کې یې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل « ددې ویاړلې ورځې په احترام د امنیتي قواوو ټول هغه منسوبین چې د غلطیو ښکار شوي، د خلګو په حقوقو یې پښې ايښې او یا هم د ستر فساد او اختلاس په تور په زندان کې پراته دي؛ له بنده خلاصېږي او بښنه ورته کېږي».

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، د ټولو هغو امنیتي منسوبینو لست یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی چې تمه ده د ولسمشر له لوري وبښل شي.

د څارنوالی د معلوماتو له مخې، دا مهال۹۴۵ پولیس، ۴۵۵ ځانګړي ځواکونه، ۸۲ د ملي امنیت غړي او ۱۱۲ سرحدي پولیس په حکومتي زندانونو کې بندیان دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د