ټرمپ: هند او پاکستان دې د کشمير په اړه تاوترخوالی کم کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د کشمير پر سر د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالي په اړه يې د دواړو هېوادونو له صدر اعظمانو سره خبرې کړي او له دواړو هېوادونو يې غوښتي، چې خپلمنځي تاوتريخوالی کم کړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل و فصل کړي.

ټرمپ په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي: «له خپلو ښو دوستانو د هند صدر اعظم مودي او د پاکستان صدر اعظم خان سره يې د سوداګرۍ، ستراتيژيکې ملګرتيا او تر ټولو مهم د کشمير کشالې په کمولو خبرې کړي دي.»

ټرمپ زياته کړې، په يوه ستونزمن حالت کې دا ډېرې ښې خبرې وې.

د هند صدر اعظم په رسمي ټويټرپاڼه کې هم راغلي، چې لومړي وزير نريندرا مودي د امریکا ولسمشر سره په دوه اړخيزو اړيکو او د سیمې امنيتي حالت په اړه ۳۱ دقيقې خبرې کړي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي هم په اسلام اباد کې رسنیو ته ويلي و، صدر اعظم عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره د سيمې امنيت په اړه ټيلفيوني خبرې کړي او هغه ته يې ويلي، چې د نريندرا مودي د وروستيو ګامونو له امله د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ شوی دی.

د سپينې ماڼۍ وياند هوګن ګيډلي هم رسنيو ته ويلي، ولسمشر ټرمپ د هند او پاکستان صدراعظمانو سره د خبرو پر مهال له هغوی غوښتي، چې د کشمير پر سر پيدا شوې شخړه د خبرو له لارې حل کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د