طالبانو په پوځي روزنتون کې کمانډويي ځواک روزلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د جګړې د شدت ګراف ورځ تر بلې پورته خېږي؛ طالبان وايي، په یوه پوځي روزنتون کې یې ماهر کمانډويي ځواک روزلی او په خپلو لیکو کې استخدام کړی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد کسان چې ټول یې سرتېري بریدګر دي د «صلاح الدین ایوبي» په نوم په یوه پوځي روزنتون کې یې نظامي زده کړې بشپړې کړې او د فراغت سندونه يې ترلاسه کړي.

د طالبانو له قوله، یادو کسانو ته یې د ماهرو او متخصصو ښوونکو په لاس د کمین، برید، چاپې اچولو او چاپې ماتولو ځانګړې روزنه ورکړې او تر څنګ یې د وسلو ترمیم، لومړنۍ طبي مرستې، د عراده جاتو استعمال او هر ډول هوا په مقابل کې د مقاوم اوسېدلو لارې او تکتیکونه ښودلي.

طالبان داسې مهال د اسیا په کچه د ځانګړي کمانډویي ځواک د روزلو خبر ورکوي،  چې له امریکایي لوري سره یې د سولې مذاکرات وروستي توافق ته په نږدې کېدو ښکاري او تمه ده دواړه لوري په نږدې راتلونکې کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو په هوکړه لاسلیک وکړي.

د شنونکو په باور، که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، د کابل حکومت امنیتي بنسټونه به تر ډېره د طالبانو په وړاندې تم نه شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
12 د تبصرو شمېر
8 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بشیر احمد همدرد
میلمه
بشیر احمد همدرد

دا هرڅه امکان لری، د پاکستان د پیدایښت څخه تر اوسه د افغانستان په تبهاهی او همیش محتاج ملک په تکل کی ده،پاکستان د خپلو ګټو خوندی کولو په خاطر همیش افغانستان ناپوهه افرادو د اسلام د نامه لاندی ورڅخه خپلی سیاسی او اقتصادی ګټی پورته کړی دی. به سلوکی ٪۱۰۰ داسی کمانډو تروریزم ځواک به د پنجاب په روزنتون کی روزل شوی وی تر څو د پنجاب ګټی تامین کړی او افغانستان ویجاړ کړی.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

همدرد صاحب سلامونه، کله چی د روسانو له شکسته وروسته یا د هغوی د جنګ په دوران کی چا به چی مسعود، ربانی او ګلبدین ته دومره وویل چه دا ده پاکستان او امریکا لاسپوڅی دی نو سمدلاسه به په هغه شخص د کفر ټآپه لګیدله، زه چی اوس ګورم همغه قیصه اوس هم ده پاکستان اوس همغه قیصه اوس تکراروی، جنرال مشرف یو ویډیو کی وویل چی ګلبدین او طالبان او حقانی شبکه زموږ هیرو دی او زیاتوی حقانی شبکه او ګلبدین داسی پاکستانی دی لکه څرنګه چی زه یم نو که هغه دا خبری دروغ دی ولی طالبانو… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

پرون یو ځلی بیا پاکستان زمونږه پر کونړ ۲۰۰ راکټونه وتغول. پدی ځواک کی داسی یو ځوان شته چی صرف ووایی د پاکستان راکټونه پر کونو غندو؟

دا ځواک هغه د کابلیانو خبره د روز مبادا لپاره دی.

اجمل
میلمه
اجمل

دا منفی لایکونه ماته د پنجاب جاسوسان راکوی، کنه نو کومه بده خبره خومی نده کړې.

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

اجمل جانه، یو ویډیو کی جنرال حمید ګل وایی چی طالبان موږ د خپلو اهدافو لپاره تیار کړل او روزنه مو ورکړه تر څو پاکستان خپل استراتیژیک عمق ته ورسیږی، په یوه بل ویډیو کی چی جیو نیوز سره شوی نو سیاسیون یی وایی چی بی نظیری را ته وویل چی تاسی د افغانستان لپاره څومره بودجه په نظر کی نیولی ده، چی په هغه وخت کی په افغانستان د طالبانو رژیم وو په بل ویډیو کی جنرال حمید ګل وایی چی عبدالله عبدالله د مسعود په مهمانخانه زما ډیر خیال ساته او داسی هم ویل کیږی چی په هغه… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

ګل محمد نوری صیب: ما دا ټولی خبری چی تا وکړی اوریدلی او لیدلی می دی. د محسن داوړ او علی وزیر په ارتباط پنجابیانو سره هیڅ کوم ثبوت نشته بیګناه یی په جیل کی ساتلی. کاش دا طالبان چی ځانو ته پښتانه هم وایی، ډیری مشران یی د پنجاب لخوا بندیان او ووژل شول خو اوس هم د غلامی حلقی په غاړه ګرځوی. ما وویل چی دی ځواک کی داسی يو ځوان شته چی پر کونړ د تغوندیو وشتل وغندی، ګوری ځومره منفی لایکونه یی راکړی. څومره دوی د پنجابیانو غلامان دی. ماته حکومت، طالب او امریکا دری واړه… نور لوستل »

ترين
میلمه
ترين

دا روزنتون مو د پاکستان په کوم ځاي کې موقيعت لري. استادان يي د پاکستان د فوځ برحاله او که متقاعد افسران دي? د پاکستان د طرفه څومره معاش ورکول کيږي.

حکیمي
میلمه
حکیمي

ترین جانه سوځه مه اور مه اخله نادیده اودکم عقلوخلکوخبرې مه کوه دسترافغانستان تاریخي ویاړونه بې چاره پاکستان ته مه منسوبوه افغانان دطالبانو ترقیادت لاندې دانسانیت په تاریخ کې ترټولو زیاتو ملکونو له فوځونو سره وجنګېدل ټول هغه هیوادونه چي بیراغونه یې نن دطالبانوپه مبارکوپښوکې پراته دي شمېریې تر شپېتو آوړي دنړۍ په تاریخ کې دالومړی ځل ده چي یوه هیواد دنړۍ شپېته هېوادونه مات کړل داافغانان اوافغانستان ده الحمدلله رابه شو پاکستان نه هغه هیواد چي یوازې دهندپه وړاندې نشي جنګېدلای هغه هندوان چي والله که یې موږ په انسانانوکې حسابوو خو پاکستان ترې دخپل سر خیر غواړی داافغان… نور لوستل »

اتل افغان
میلمه
اتل افغان

حکیمي صاحب! خبره دې پر ځای ده، کله کله زهم هم پر فیسبوک په کینايي ډول ولیکم چې د احمدشاه بابا په وخت کې هم پاکستان د احمدشاه بابا مرسته کوله او یا د غازي آمان الله خان سره هم ISI مرسته کوله. موږ هم نه غواړو چې خپل ټول تاریخي ویاړونه یهودیانو (پاکستانیانو) ته منسوب کړو. خو د یادولو ده، چې دلته کابل کې دا ۱۸ کاله کیږي چې یو ځای پاکستاني په اجاره اخیستی دی، او په کې پراته ټول خارجیان په ځانګړي ډول امریکایان دي، د دغه ځای مسوول هم یو یهودي (پاکستانی) دی، خو په تیرو… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
طالیب چارواکیو ته،
زما عرض دا دی چه،د پوځی روزونتون نوم له صلاح الدین ایوبی څخه واړوی،او د ..
بی نظیره جامعه عسکریه نوم په کیږدی،
صلاح الدین ایوبی ،د مسلمانانو کلی.ښارونه.نه نیول اونه یی ورنول،نه یی په مسلمانانو ځانمرګی کړل،او نه په لارو کی ماینونه ایښودل.
بی نظیره یی ځکه د دی نوم حقداره ده،چه پلار یی ذولفقار علی بوټو ،د ستاسو خوښه سره سم وه.

اجمل
میلمه
اجمل

یار پښتین صیب: زما د زړه خبری لیکلی کور دی آباد. صلاح الدین ایوبی د اسلام نوم بد نکړ خو طالبانو مونږه ټول په نړی کی په ترهګرو مشهوره کړو. پښتانو ته یی د ځانمرګو لقب ور په برخه کړ. ####

مجاهد
میلمه
مجاهد

غلبیل پاڅی کوزی ته وایی جه ته سورۍ یی . د استعمار یوه ځانګړتیا او وسیله هم دا ده چه د هیوادوالو او نړیوالو پام له امریکایی اشغال د ۴۹ لونډانو سره د پاکستان او یا ایران ( ګاوندی هیوادو ) اشغال ته واړوی، د امریکا د اشغال سره که ایران او باکستان لاس اړونه نه لرله امریکا به افغانستان نه وی اشغال کړی او لا به په ډیر وخت او دیره بیه او ډیرو عسکرو د وینو په تویدلو به یی اشغال کړی وی . حتی همدا چه د خلکو پام د امریکایی اشعال څخه د باکستان اشغال ته… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا وخت به تېر شي، د طالبانو کرامو په مټ به ان شاءالله افغانستان د خپلواکی څښتن کيژي،،، بيا به نو دا په تيزونو اموخته خولې لکه اجمل او ترين او غمی او همدرد و امثالهم به د ټرمپ او پاکستان ايران او هندوستان جاسوسان جوړيژي او يوه ورځ نه يوه ورځ به د خپل پرديپال مزاج سزا ويني.

عبدالله
میلمه
عبدالله

هر چا که په دی پانه کی د پاکستان په فوج خوا بده کره دا شه یی چی هغه بنجابی یا انگریز او یا هم بی علمه ناخبره او غو لیدلی فرد دی. دی کی هیخ شک نسته چی د پنجاب کومک نه وی طالب دا جنگ نشی کولای او چی د امریکی کومک نه وی حکومت جنگ ته ادامه نه شی ورکولی.پر طالبانو د پنجاب کنترول می په خپلو سترگو لیدلی، داسی نه چی هعوی تول په دی خوش دی بلکی یو تعداد یی مجبور کری او په یو شکل نه یو شکل یی یرغمل کری. همدا اوس چی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی تاسی جه کوم جلا جلا نومونه لیکلی دا د یوه کمیشن کار ( ځدران ) نومونه دی امستردام هالیند کی هستوګنه لری، اخری یو کال را په دی خوا دی پاڼی ته د د غنی یا اشغالګرو له خوا د وایروس په شان راننوتی د هغو لیکوالانو او تبصره کونکو لیکنی او تبصری کمرنګه کوی چه د اشغال په ضد او د هیواد په ګټه دی د چرسیانو په شان دلیلتراشی کوی، اوس وختو کی پوهیږی چه له اشغال او کابل اداری که دفاع کوی خلک ورپوری خاندی نو دی به… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

ماشاء الله ، بارک الله فیکم ، ډېر په زړه پوري کمانډويي ځواکونه دي ، الله تعالی دي ددوی په لاس یرغلګر او دهغوی ګوډاګیان تباه اوبربادکړي ، الحمدالله داسلامي امارت مجاهدین په هره برخه کې پر مختګ کوي او ددښمن په سترګو کې اغزي ور اچوي . ددین ، هیواد دښمنان دي سوځي نوچې سوځي

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

منافیقان خو هم ښه ډیر اسیا پاڼې ته راغلی سوځۍ.
سوځۍ طالب اشنا ټوله نړۍ ماته کړه.
امارت به راځي انشاءالله.

اتل افغان
میلمه
اتل افغان

افغان صاحب! که د طالبانو د اسلامي غورځنګ او اسلامي امارت په رامنځ ته کولو کې د بهرنیانو، په ځانګړي ډول د امریکایانو، انګریزانو او یهودیانو (پاکستانیانو) لاس نه وي، نو له شک پرته به بریالي وي. خو د یادولو وړ ده چې، د طالبانو د راتلونکې جوړېدونکې شورا لپاره چې د غني په شتون کې به د دولت سره موازي صلاحیتونه لري، له همدې نن ورځې نه وروسته د طالبانو د شورا لپاره امریکایانو ۲۰ ملیارډه امریکايي ډالر د دوو کلونو لپاره منظور کړي دي.

اجمل
میلمه
اجمل

تر اوسه مو کوم ولایت فتح کړی؟ هر چیری چی تاسو حمله کړی اول مو انتحار کړی بیا ورپسی ټول زپل شوی یی دا څنګه زواک دی؟ د مشرف هیرو ګان کچیری په ریښتیا زواک یی بیا نو رسمآ اعلان کړی چی مونږه د مشرف هیرو نه د افغانان هیروګان یوو. پر کونږ نن سبا په سلهاو راکټونه راځی یوه ورځ مو هم یاده نکړه عجیب زواک یی په والله.

طیب
میلمه
طیب

کاروان چی تیریږ‎ی سپی بہ پسی غپیږ‎ی دا یو حقیقت دی وہ دی غپیږ‎ی چی کاروان لا خپل مسیر تہ ځیر سی