عبدالله: د اشرف غني ناوړه سياست د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله  پر اشرف غني نيوکې کړي او وايي، د هغه ناوړه سياست په هېواد کې د ناامنيو تر ټولو ستر لامل دی.

عبدالله عبدالله نن په کابل ښار کې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يوې غونډې ته وويل، د اشرف غني ناوړه سياستونه د دې لامل شوي، چې هېواد کې ناامني او د خلکو نهيلي زیاته شي.

عبدالله زياته کړه، چې د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن زياتوالي سربېره د حکومت او امنيتي ځواکونو ترمنځ هم دومره بې باوري ده، چې کله اشرف غني ځانګړو ځواکونو سره ګوري، د هغوی د ټوپکو ستنې هم ويستل کيږي او ولسمشر پرې باور نه لري.

عبدالله وويل، د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټيم له دولتي امکاناتو د خپل ټاکنيز کمپاين په موخه ګټه پورته کوي او ټول خلک له دې ټاکنيز ټيم څخه شکايت کوي.

هغه د خپل ګډ حکومت شريکوال درواغجن او جعلکار بللی او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان خلک نور دغه ډول جعلکار چارواکي نشي زغملی.

عبدالله عبدالله او اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې له دوه ځله ټاکنو وروسته د امریکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير په پرېکړه په ګډ حکومت «پنځوس پنځوس» سره راضي شول او اوس، چې د ګډ حکومت پنځه کلنه موده پای ته رسېدونکې ده، عبدالله عبدالله د خپل حکومت شريکوال جعلکار او دروغجن بولي، خو اشرف غني وايي، تېرو پنځو کلونو کې يې بې ساري لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

واوا خوندیی وکړو واوا
اشفز غنی واوا

فردا
میلمه
فردا

لکه چې له خوبه راويښ شو.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خړی له برګی کم نه دی. ع او غ دواړه تر ټولو لوړبوړی غلامان، ملحدین او ملی خاینان او تر ټولو لوی مجرمین دی، دا چه یو بل ته غاپی هغه یوه یی هم د اوریدلو او منلو وړ نه دی مګر دا چه ووایی الله ج یو دی. له مار او لړم د چیچلو یا لویانو له خوړلو ګیله ګذاره په کار نه ده د هغوی فطرت چیچل او خوړل دی ، د ع، غ او له کرزی نیولی تر اوسه بار دننه د غلامی اداری له لوړپوړو تر منځپورو د دی هیله چه څه یی ښه ویلی یا… نور لوستل »