افغانستان

پاکستان د کونړ په شلتن ولسوالۍ ۲۰۰ راکټونه ویشتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د کونړ سیمه‌ییز چاراکي وايي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ په یوه سرحدي ولسوالۍ ۲۰۰ راکټونه توغولي دي.

د شلتن ولسوال ګل خان رسنیو ته ویلي چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ پر کرښه پرتې ولسوالۍ شلتن باندې شاوخوا ۲۰۰ راکټونه توغولي دي چې له کبله یې درې کورونه تخریب شوي خو کوم ځاني تلفات یې نه دي اړولي.

د نوموړي په وینا شلتن ولسوالۍ د ډیورنډ پر کرښه پرته ده او د پاکستان سره ۱۶ کیلومتره مشترکه پوله لري او پر کرښه هېڅ امنیتي ځواکونه حضور نه لري.

هغه وویل چې دغه راکټونه د باجوړ د سیمې څخه د شلتن په ولسوالۍ توغول شوي دي.

د شلتن ولسوال په وینا د پاکستاني ځواکونو له خوا د راکټي بریدونو په اړه يې سیمه‌ییز مسوولینو ته معلومات ورکړي او اوسمهال د هغوی د اقداماتو او هدایاتو ته منتظر دي.

د ملي دفاع وزارت رسما تر دې دمه د پاکستان د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

د کونړ والي: د پاکستان پوځ پر شلتن ولسوالۍ ۷۲۰ مرمۍ راویشتلي

مجاهد

زه فکر نه کوم چه پاکستان له اوله سرحد ته پرتو سیمو کی بی هدفه او بی ګتی حتی تاوانی توغندی ګذار کړی که یی زړه دا وی چه دغه سیمی په زور لاندی کړی د عسکرو او نظامی پوستو سره به ځای په ځای شی که هدف یی د چل او هنر لاندی کول وی د هغو سیمو د خانانو او ملکانو سره باید نقدی مرستی ولری او د هغه ځایو د خلکو زړونه خپل کړی چه د افغانستان به ځای پاکستان ته ترجیح ورکړی او داسی نور. دا هڅی د کابل د غلامانو او اشغالګرو مانوری دی چه… نور لوستل »

اجمل

د پاکستان غلامه بس ده نوره غلامی. که حکومت د امریکی غلام دی ته د غلام، غلام یی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x