د رایو ۱۱ میلیونه پاڼې کابل ته رسیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې ۱۱ میلیونه او ۲۰۰ د رایو پاڼې کابل ته رسیدلي دي چې ژر به ولایتونو ته انتقال شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي رسنیو ته ویلي چې د رای ورکولو پاڼې کابل ته رسیدلي او د انتقال پلان يې هم نهايي شوی چې ډیر زر به ولایتونو ته انتقال شي.

د رایو پاڼې د ملګرو ملتونو په مرسته په متحده عربي اماراتو کې چاپ شوې دي.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو رای ورکوونکو تعداد ۹ میلیونه ۶۴۵ زره او ۲۸۳ کسان ښودلي خو د رایو پاڼې د رایو ورکوونکو څخه تقریبا ۱۶ سلنه اضافه چاپ شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې شرایطو ته په کتلو یې اضافي پاڼې احتیاطا چاپ کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون همدا راز ویلي چې د تلې د میاشتې په ټاکنو کې به بایومیتریک دستګاوې استعمالیږي او په دې تړاو یې د هغه الماني شرکت چې دغه دستګاوې یې ترې اخیستي دي، روزونکي يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د روزنې لپاره کابل ته را رسیدلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د