مایک پمپیو

مایک پمپیو: د عسکرو ایستل د افغانستان په امنیتي شرایطو پورې اړه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي، ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو ته ژمن دی؛ خو عسکر به شرایطو ته په کتو له دې هیواد څخه را ایستل کېږی.

پمپیو له فاکس نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي « ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دی؛ خو دا ګام به د افغانستان امنیتي شرایطو ته په کتو اخستل کېږي ځکه موږ نه غواړو افغانستان یو ځل بیا د ترورستانو په ځاله بدل شي او له دې ځایه د امریکا په متحده ایالاتو برید وشي».

پمپیو زیاته کړه « ولسمشر ټرمپ غواړي، په افغانستان کې هغه څه وساتي چې متحده ایالاتو ته د میلیاردونو ډالرو او زرګونو امنیتي سرتېرو د مرګ په بیه تمام شوي».

د پمپیو په قول، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه په ګډه په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په راکولو کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له افغانستان څخه د عسکرو ایستل په شرایطو پورې تړلي بولي؛ چې د طالب او امریکايي لوري تر منځ تر اته پړاوونو مذاکراتو وروسته اوس دواړه لوري توافق ته نږدې ښکاري او تمه ده په لنډ راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو هوکړه لاسلیک شي.

یاده دې وي، چې تر پمپیو وړاندې ټرمپ هم له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو په تړاو نظر څرګند کړی وو، ټرمپ ویلي وو، که ټول بهرني عسکر له افغانستان څخه راووزي بیا به هم د لته یو استخباراتي ځواک په خپل ځای پاتې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د