افغانستان

د روغتیا نړیوال سازمان: روان میلادي کال په افغانستان کې ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې ناسم امنیتي وضعیت د ۱۱۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو سبب شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، چې یاد ۱۱۱ مرکزونه د جګړې او ناسم امنیتي وضعیت له امله د افغانستان د ۱۸ ولایتونو په ۵۳ ولسوالیو کې تړل شوي.

اعلامیه زیاتوي، روان میلادي کال د افغانستان په روغتیايي مرکزونو باندې د جګړې د ښکېلو لورو له لوري ۸۳ بریدونه ثبت شوي، چې په پایله کې ۱۴ روغتیا پالانو  ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي.

د خبرپاڼې له مخې، په روغتیايي مراکزو د بریدونو په پایله کې ۱۳۴ مرکزونه په بشپړ ډول وران شوي، ۲۰ زیانمن شوي او ۱۱۱ د خلګو په مخ تړل شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جګړې په ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د روغتیايي کارکوونکو او مرکزونو امنیت ته دې جدي پام وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x