عبدالله عبدالله: د حکومت او امنیتي ځواکونو تر منځ بې باوري تر بل هر وخت زیاته شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند « عبدالله عبدالله» ناسم سیاست د خلګو او حکومت او امنیتي ځواکونو او حکومت تر منځ د ناباورۍ د فضا د جوړېدلو لامل بولي.

عبدالله عبدالله چې نن له غرمې وروسته یې په کابل کې یوې کمپایني غونډې ته خبرې کولې، وویل « ناسم سیاستونه د خلګو او حکومت او حکومت او امنیتي ځواکونو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړې او دا بې باوري دومره زیاته شوې، چې کله اشرف غني د ځانګړو ځواکونو له مرکز څخه لیدنه کوله د ځواکونو له توپکونو ستنې ایستل شوې وې».

نوموړي ددې ترڅنګ اشرف غني له واک څخه په ناسمه ګټه اخسته تورن کړ او زیاته یې کړه، افغانستان نور ددې تقلب کوونکې ډلې په وړاندې خاموش پاتې کېدای نه شي.

د عبدالله په خبره، افغانستان تېر ایستونکي او درواغجن ته نه بلکې یوه ريښتیني شخص ته اړتیا لري.

د ګډ حکومت نیم ونډه وال داسې مهال د حکومت او امنیتي ځواکونو تر منځ په بې باورۍ اعتراف کوي، چې په دې وروستیو کې د خپلو چارواکو له ناسم چلند څخه د دولتي عسکرو شکایتونه تر بهرنیو رسنیو ورسېدل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د