امنیت شورا د داعش ځپلو ته د نړیوالو مرسته اړینه بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د کابل په زړه کې د واده په مراسمو  باندې د داعش ډلې یوې خونړۍ حملې د ۶۳ تنو ژوند واخست؛ امنیت شورا وايي، ددې ډلې د ځپلو لپاره د بهرنیانو مرسته اړینه ده.

د امنیت شورا له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي « داعش ډله د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره په یوه جدي سرخوږې اوښتې او په افغانستان کې په ولسي وګړو باندې د لسګونو بریدونو په ترسره کولو او د ولسي وګړو په وژلو یادې ډلې د سیمې ثبات ته زیان اړولی او په یوه جدي ګواښ بدله شوې».

خبرپاڼه وړاندې لیکي، ددې ډلې د ځپلو لپاره په ملي سطحه تر همغږۍ ور هاخوا  د نړیوالو مرستې او همغږۍ ته   هم شدیده اړتیا لیدل کېږي.

داعش ډله چې په افغانستان کې تر ډېره د حکومت او بهرنیانو د پروژې په سترګه ورته کتل کېږي، امنیت شورا یې داسې مهال ځپلو ته بهرنیان اړین بولي، چې د امریکايي لوري سره د طالبانو مذاکرات پرېکنده پړاو ته را رسېدلي ښکاري او تمه ده د دواړو لورو ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو هوکړه لاسلیک شي.

د شنونکو په باور، د داعش ډلې تر نامه لاندې د بریدونو په ترسره کولو سره د سولې د سبوتاژ او د بهرنیانو د تګ د مخنیوي هڅې کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو او انسانانو ورونو السلام علیکم! زما په عقیده او زما په اند، د مجموعی ژوند او یاد ټولی زمکی ژوند نهای کیدو ته نزدی یعنی زړښت ته رسیدلی ، کله یی زړه ، کله یی ماغزه او کله یی سر کله یی پشی خوږیږی. ځنکدن شیبی یی دی او یا ځنګدن ته نزدی شوی دی. اسلام کی د اخری زمانی د پاره لوی او کوچنی نښی څه په قران او څه به احادیثو کی پیش بینی شوی دی کوچنی نښی خو ټولی ښکاره شوی حتی لوی نښی هم شروع شوی لوی نښی یو له بله ډیری خطرناکی او د… نور لوستل »