له پنځو کالو وروسته غلام خان سوداګريز بندر پرانيستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او پاکستان ترمنځ  غلام خان سوداګريز بندر له پنځو کالو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ لپاره تورخم او چمن لارې له مخکې فعالې دي، خو غلام خان بندر له تېرو پنځو کالو راهيسې تړل شوی او اوس د دواړو دولتونو ترمنځ له مذاکراتو وروسته بېرته پرانيستل شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، د تېر مارچ په نهمه يې د غلام بندر خان د پرانيستو پرېکړه کړې وه، خو افغان حکومت د ځينو پاکستاني توکو په اړه نيوکې کولې، چې له امله يې دغه لاره تړل شوې پاتې وه.

شمالي وزيرستان کې د غلام خان بندر تحصيلدار غني الرحمن ويلي، د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کليزې په مناسبت افغان حکومت پاکستان ته څلوېښت بار وړونکې لارۍ پرېښي دي او ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې بېرته فعالې شوې.

د غني الرحمن په وينا د دوه اړخيزو فعالو سوداګريزو اړيکو لپاره د افغانستان او پاکستان امنيتي او ملکي چارواکي په ګډه کار کوي.

له شمالي وزيرستان څخه د پارلمان غړی مير کلام خان رسنيو سره په خبرو کې د غلام خان بندر د پرانيستو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې له دې سره به نه يوازې د کرښې دواړو غاړو ته بلکې د سيمې ټولو خلکو ته د کارونو پيدا کولو چانسونه برابر شي.

د پاکستان حکومت وايي، له غلام خان وروسته د جنوبي وزيرستان «انګور اډې» او د باجوړ «نواپاس» سوداګريزو لارو د پرانيستو هوډ هم لري.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

دروازې پرانیستل خو اسانه ده
پاکستان دې دا ښیګڼه له افغانستان سره نه کوي
دا دروازې یې چې زموژ خاورو کې جوړې دي دا دې وراخوا کړي
انشاءالله اسلامی امارت چې راشی دا دروازې به ځینو نیسو

اجمل
میلمه
اجمل

ښه خبر دی خو تر څو به د سولی خبر ته سترګی په لار یوو.