افغانستان

طالبان: که بشپړ امریکايي عسکر افغانستان پرېنږدې؛ جګړه به دوام ومومي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل):  په داسې حال کې چې امریکایي ولسمشر د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته هم په افغانستان کې د استخباراتي حضور د پرېښودلو اراده څرګندوي، طالبان وايي، که د استخباراتي ځواکونو په ګډون ټول امریکایي عسکر له افغانستان څخه ولاړ نه شي، دوی به جګړې ته دوام ورکړي.

د طالبانو د قطر د فتر ویاند «سهیل شاهین» له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي « زموږ پالیسي څرګنده ده، د افغانستان اشغال ته د پای ټکی اېښودل دي، که چېرې امریکا زموږ لاره او پالیسي ونه مني، جګړه به دوام ومومي».4

سهیل شاهین ددې تر څنګ یاده کړې، چې که امریکا په تېرو اتو دورونو مذاکراتو کې په کړو وعدو وفا ونکړي، د سولې خبرې به لومړي حالت ته وګرځي.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» بیا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شتون یوه جدي اړتیا بولي او روانه جګړه د ترورستانو په وړاندې مبارزه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امریکا د دجالی ( نظم نوین جهانی ) د رهبری په لمړی کرښه کی قرار لری د دجالی او الهی نظامو حرام او حلال یا اخلاقی معیارونه سره سرچپه دی په دجالی معیارو کی غلا، دروغ او درغلی کول نه شرم او نه ګناه بلکه هنر یی ګڼی له دی دری معیارو له هره یوه څخه په استفاده چه خپلو شیطانی او استعماری اهدافو ته رسیدلی شی ځان رسوی. دا نه شی منلی چه د یو ګروب مجاهدینو له لاسه نړیوال استعمار په نړیواله کچه ماتی وخوری. سره د دی چه ماته یی خوړلی. دا هم ورته ګرانه ده چه… نور لوستل »

جميل

ترمپه بيا درته وايم چى كه يو عسكر يا يو جاسوس دى هم د سفارت په زير خانو كى پت وى افغانان به يى در ووژنى .
الحمدلله د افغانانو چارى د هغو په لاس كى دى چى په تاريخ كى به خداى مكره تور داغ را پرينژدى ، دوى هم پدى پوهيژى چى د دوى سره غيبى الهى مرسته ده ، دوى بيله خپل خالقه بل چاته سر نه شى تيتولاى .
كه همداسى اوسى چى ياست تل تر تله به بريالى ياست . ان شاءالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x