زلمی خلیلزاد

زلمي خلیلزاد کابل او دوحې ته سفر پیل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د سولې د هڅو په لړ کې کابل او دوحې ته نوی سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي « خلیلزاد د کابل او دوحې په سفر روان شو، نوموړی به په دوحه کې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي، تر څو وکولای شي د داسې سولې راوستلو ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان جګړه ورسره پای ته ورسېږي»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « کابل کې به نوموړی د افغان حکومت له چارواکو سره سلا مشورې وکړي او تر څنګ به یې هغوی بین الافغاني مذاکراتو ته د بشپړ تیاري نیولو لپاره وهڅوي».

زلمی خلیلزاد وروسته له هغه د دوحې او کابل په لوري سفر پیلوي، چې تر اختر وړاندې یې له طالبانو سره اتم پړاو مذاکرات پای ته ورسول او دواړو لورو پکې د رغنده پرمختګ ادعا وکړه.

که څه هم په تېر ځل مذاکراتو کې داسې تمې وې، چې دواړه لوري به مذاکرات د سولې د یوې توافقنامې په لاسلیک سره پای ته ورسوي؛ خو ځیني سرچینې وايي، لا هم د طالبانو او امریکا تر منځ ډېر مسایل لاینحله پاتې دي او ښایي په راتلونکې پړاو کې هم حل نه شي.

پخوانی طالب چارواکي « مولوي عبدالسلام ضعیف» په دې تړاو وايي «د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ لا هم ډېر مسائیل لاینحل پاتې دي، چې په دې پړاو مذاکراتو کې هم شاید حل نه شي او بل پړاو ته راجع شي. سره له دې چې د سولې روان مذاکرات حساس پړاو ته رسیدلي، یوشمېر استخباراتي کړۍ د داعش د وروستیو بریدونو په څېر پېښو سره هڅه کوي مذاکرات سبوتاژ کړي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د