د بوګاتي شرکت نوی موټر چې تر «۹» ملیونه ډالر بیه لري وړاندې کړ – انځورونه او ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د بوګاتي فرانسوي موټر جوړولو شرکت اعلان کړی چې د چنتودیاچي په نوم یې نوی موټر جوړ کړی چې د امریکا د کلفورنیا د کلاسیکو موټرو په نندارتون کې یې د نړیوالو پرمخ وړاندې کړ.

د چنتودیاچي موټر چې (۸.۹) ملیونه امریکایي ډالره چې معادل یې ۷۰۵ ملیونه ۵ لکه ۴۶ زره افغانۍ کیږي؛ بیه لري د تخنیک له اړخه ۱۶ سلنډره ماشین لري، په ۲.۶ ثانیو کې یې له صفر نه سرعت ۱۰۰ کلو متره ته خو ټولټال سرعت یې په یو ساعت کې ۳۸۰ کیلو مترو ته رسیږي.

Image result for bugatti new car

 

چنتودیاچي (Centodieci) نوم چې په ایټالیایي ژبه کې ۱۱۰ شمېرې ته ویل کیږي، ددې فرانسوي موټر جوړوونکي شرکت د ۱۱۰مې کلیزې په مناسبت پرې نومول شوی دی، د موټرو دغه فابریکه په نویمو کلونو کې جوړه شوې ده.

Image result for bugatti new car

د یاد شرکت په وینا دا یې دریم موټر دی چې په محدوده اندازه او په لوړ نرخ یې بازار ته وړاندې کوي، ددې ماډل لس موټره یې اوسمهال وړاندې کړي چې له وار وړاندې ټول پلورل شوي دي، د شرکت په وینا ټولې موټرې به په بشپړ ډول د ۲۰۲۱م کال تر پایه بشپړې شي.

Image result for bugatti new car

بوګاتي شرکت د شلمې پيړۍ په لومړۍ نیمایي کې د موټرو د صنعت مشهور شرکت و خو په پنځوسمه میلادي سلیزه کې ددې شرکت د بنسټ ایښودونکي «اتوره بوګاتي» له مړینې وروسته دغه شرکت تاواني او له پښو وغورځېد، خو وروسته یوه ایټالیایي سوداګر ددې موټر نوی ماډل EB100 ماډل موټر جوړ او بازار ته وړاندې کړل.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د