Pakistani Rangers (wearing black) and Indian Border Security Force personnel (wearing brown) take part in daily beating of the retreat ceremony at the Pakistan India Wagah border post in Wagah on August 14, 2019. (Photo by ARIF ALI / AFP)

پاکستان د کشمیر مسئله د عدالت نړیوالې محکمې ته وړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت اعلان کړه چې د هند خلاف د کشمیر مسئله به د عدالت نړیوالې محکمې ته ویسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن ARY تلویزن سره په خبرو کې ویلي چې حکومت یې پریکړه کړې چې د کشمیر قضیه به د عدالت نړیوالې محکمې یا ICJ ته ویسي.

هغه وویل چې د ټولو حقوقي اړخونو تر تحلیل وروسته يې پریکړه وکړه چې د کشمیر مسئله د عدالت نړیوالې محکمې ته ویسي.

تر دې وړاندې د لومړي وزیر مشاورې فردوس عاشق اعوان ویلي وو چې د عدالت نړیوالې محکمې ته د کشمیر قضیه وړل کابینې په پرنسیپ کې تایید کړل.

هغې وویل چې دغه قضیه کې به د پاکستان تاکید په کشمیر کې د بشري حقونو د نقض او جینوسایډ یا ټول وژنه باندې وي.

د یادونې وړ ده چې د هند حکومت د روانې میاشتې په ۵ نیټه د هند اساسي قانون ۳۷۰مه ماده لغوه کړه چې له مخې یې کشمیر ته ځانګړی حیثیت ورکول شوی و چې د پاکستان او چین له خوا په کلکه رد او وغندل شوه.

د ۳۷۰مې مادې له مخې کشمیر ته خودمختاري ورکړل شوې وه، دوی خپل اساسي قانون، بیرغ او د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو پرته په ټولو چارو کې خپلواکي درلودله.

اوس د یادې مادې د لغوه کیدو وروسته به د هند ټول اساسي قانون په کشمیر تطبیقیږي او ایالتي حکومت څخه به د دې واک واخیستل شي چې د اساسي قانون کومه ماده به په کشمیر تطبیقیږي.

د کشمیر مسئله او د نړیوالې محکمې قانوني صلاحیت

حقوقپوهان وايي  چې د عدالت نړیوال محکمه د کشمیر قضیې باندې د قضاوت حقوقي صلاحیت لري یو تخنیکي پېچلې  موضوع ده. د عدالت نړیوال محکمې منشور ۳۶مې مادې له مخې دغه محکمه یواځې هغه وخت په یوه قضیه کې د قضاوت صلاحیت لري چې هیوادونو پرې رضایت وښيي. دغه رضایت یا د یوې موافقې له مخې کیږي یا ځينو هغو معاهدو له مخې کیږي چې هیوادونو د شخړو د حل و فصل په اړه واک یادې محکمې ته ورکړی وي.

حقوقپوهان عموما پر دې نظر دي چې نړیواله محکمه شاید د کشمیر پر موضوع د قضاوت صلاحیت ونه لري ځکه هند په ۱۹۷۴ز کې کله چې د عدالت نړیوالې محکمې منشور ته يې الحاق کولو نو د دې محکمې قانوني صلاحیتونو په اړه یې تحفظات وړاندې کړل. په دې مانا چې د شخړو د حل و فصل اړوند به یاده محکمه په ځینو مواردو کې د هند په رابطه قانوني صلاحیت نه لري یعنی قضاوت به نشي کولای.

د ۱۹۷۴ اعلامیې  له مخې هند اعلان وکړ چې د کامن ویلت هیوادونو تر منځ د مسایلو حل و فصل کې به  نړیواله محکمه د قضاوت حقوقي صلاحیت نه لري. پاکستان هم همدا راز ورته اعلامیه خپره کړې.

خو پاکستان دغه قضیه د بشري حقونو د نقض او جینوسایډ جنایتونو په اړه وړي او په دې تړاو د یادې محکمې قانوني صلاحیت یو څه پېچلی دی او د دې احتمال شته چې قضیه کې قضاوت دې نړیواله محکمه د ځینو بشري حقونو د معاهدو له مخې قانوني صلاحیت ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لمړی د کشمیر اوسنی مصنوعی شخړه د کابل د غلامی اداری سره په طالبانو باندی د فشار راوړلو د پاره د مودی ، عمران خان او امریکا سره په تفاهم ترسره شوی باکستان یا عمران خان ته د دی د پاره به بیلونو دالر ورکړی شوی تر څو عمران د یو اړین او عمده دلیل له مخی هغه طالبان چه پاکستان کی مهاجر دی د کابل د غلامی اداری سره رسمی خبرو کولو ته مجبوره کړی د دی کار به کولو به د کابل غلامه اداره له غلامی ژغورل شوی او اشغال به هم ورسره مشروعیت ترلاسه او… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

افغان سیاسیون او په خاص ډول اوسنی افغان دولت باید نړیوالی محکمی او امنیت شورا ته د پاکستان ۷۲۰ توپونو د ویشتلو او افغانانو د مالی زیان د اړولو په اړه شکایت وکړی او نړی دی مجبور کړی چی په پاکستان سیاسی فشار راوړی څو لدی جنایت او د نړیوال تروریزم (داعش) له ملاتړ لاس واخلی، افغانان او تیر بیا سیاسیون پدی موضوع کی یو نظر نشی خپلی خولی د پاکستان پر ضد خلاص نکړی نو ډیری بد عواقب ولری او نړی به پدی پوه شی چی افغانان د پاکستان د ظلم سره موافق دی