د ظلم پایله

شاکر مموزی

دنوي ماډل موټر جلو (اسټرینګ) ته له ډېره غروره کوږ ناست و ، داسې بې له مراعته یې موټر پر سرک خوشی کړی و چې پخه به دې زړه منلې وه چې د سرک قباله یواځې دده په نوم ده نور خلک دده د مهرباني له مخې پرې روان دي.

همداسې ګړندی روان و چې مخکې څلور لاري ته ور ورسېده د موټر بریک یې په زور سره ونیول خو بیا هم اشارې ته دولاړ یوه بې وزلي سړي له زاړه موټر سره ترشا ولګېده ، ژر راکوز شو سره له دې چې سل سلنه د ترافیکو په قانون نوموړی ګرم و خو پر ځمکه خرامان د بې وزلي سړي موټر ته ورغی سترګې یې ورته برګې کړې له بدو ویلو وروسته یې هغه په ډېر زور سره په دې مخ په څپېړه داسې وواهه چې نږدې و سترګې یې ړندې شوې وای !!

بې وزلي سړي له ځان سره دا کلیمې وویلې :

حسبي الله عليك، وأوكلت أمري إليه : ستا (دظلم پر وړاندې) الله زما کافي دی او خپل کار مې الله ته سپارلی دی .

بیا یې نوموړي ظالم ته وویل : که زه درباندې ګرم شوی یم نو الله دې له ما څخه پوښتنه وکړي او که ته راباندې ګرم یې نو الله دې پوښتنه درڅخه وکړي او ژر تر ژره دې الله غچ درڅخه واخلي ، نور مخ پر وړاندې د خپل مقصود پر لور روان شو ، د غصې اور یې په سینه کې بل او دا کلیمې یې تکرارولې : حسبي الله ونعم الوکیل .

بې وسه کس وایي یوڅو ورځې تېرې شوې بله ورځ ګورم یو سړی راغی او راته ویې ویل له ماسره دوه پسونه (مږان) دي غواړم فلاني ځای ته یې راته ورسوې ، ما وسره هو کړل ، دی مې تر مخ زه ورپسې شوم، پسونه مې هغه ټاکلي ځای ته ورته ورسول او ورته ښکته مې کړل ، په ورین تندي رامخ ته شو تر لاس یې ونیولم او راته ویې ویل : زه دې وپېژندم ؟

ــ نه !

ــ ولې زه هغه کس یم چې د هغه څلور لارې په اشاره کې مې له وروستو موټر در سره ټکر کړ او ته مې پر مخ په څپېړه ووهلې !!

ماورته وویل : ما خو ستا معامله الله ته سپارلې وه او هغه مې د ځان له خوا وکیل کړی و ، د الله پر وړاندې خو د هیچا حق نه ضائع کیږي !

له سترګو یې یودم اوښکې روانې شوې اوپه ژړا کې یې راغبرګه کړه ، کاش تا معامله پولیسویا قاضي ته سپارلې وای او یا دې په هغه مهال پخپله قصاص اوغچ راڅخه اخیستی وای او په دې مخ دې په څپېړو وهلی وای !!

ستا وکیل خو په هغه دوهمه ورځ په هغه جیب کې له ماڅخه غچ واخیست ، ټکر شوم یوه لور اویو زوی مې کې مړه شول ، پوره پنځلس ورځې په ټولو کوڅو کې درپسې وګرزېدلم چې ومې بښې ، د دنیا پر حساب خو قانع شوم او دا مې هم عقیده وه چې یو بل حساب چې داخرت ورځ ده هم راپسې راروان دی نویا مې وبښه او یا دادی زما مخ او ستا درنه څپېړه او خپل غچ راڅخه واخله !!

مظلوم او بې وزلی وایي کله مې چې دده بد حال او اوښکې ولیدلې زړه مې پرې وسوځېده او بښنه مې ورته وکړه ، نوموړی روان شو او له ځان سره یې بیا بیا ویل چې بیا والله که له چا سره ظلم وکړم .

دا دیوه مظلوم مسافر سوډاني کیسه وه ، د مظلوم له ښېراوو څخه په هر حال وډار شئ !!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د