داعشي خونړی نمایش او تر شا يې پراته وجوهات!

عبدالرحیم (ثاقب)
لیکوال او سیاسي شنونکی

د تیرې یکشنبې په شپه د کابل ښار په شپږمه ناحیه د ودنو په هوټل کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه چې له امله یې خواوشا ۷۰ تنه ولسي کسان مړه او تر ۲۰۰ تنه نور ژوبل شول.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

د یاد برید پړه داعش پر غاړه واخیسته او په خپلې اړونده نشراتي ویب پاڼې (اعماق) کې یې بریدګر ابوعاصم الباکستاني معرفي کړ.

په داسې حال کې چې په قطر/ دوحه کې د طالبانو او امریکاترمنځ د مذاکراتي پروسې پریکړه د توافق مرحلې ته نیږدي شوې د داعش لخوا دا ډول ترسره شوی برید خپل ځانګړي زماني او مکاني مدلولات لري.

په کابل کې د داعش خلاف عمليات

د کابل تر وروستي خونړي برید یوه نیمه اونۍ وړاندې د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دوي د زمري میاشتې په ۱۶ نیټه د کابل ښار په اتمې او پنځلسمې ناحیې او بګرامیو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې درې مرکزونه له منځه یوړل.

ملي امنیت په خپلې اعلامیه کې دا هم ویلي و، چې د داعش ډلې د ځانمرګو واسکټونو او موټر بم جوړولو پر دغو مرکزونو باندې یې تر دقیقو معلوماتو وروسته عملیات تر سره کړل چې پرمهال یې د یادې ډلې دوه وسله وال هم وژلي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې وه چې د یادو عملیاتو پر مهال د داعش اړوند زیاته اندازه درنه وسله، د موټر بم جوړولو وسایل، ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او چسپکي ماینونه هم نیولي دي.

په اعلامیې کې یې داهم لیکلي و چې د یادو عملیاتو پرمهال د ملي امنیت د قطعې دری ځانګړي سرتېري هم وژل شوي دي.

د داعش په خلاف د ملي امنیت دغه تبلیغاتي عملیات په داسې حال کې تر سره شول چې نه د برید په ځای کې وژل شوي او نیول شوي داعشیان رسنیو ته وښودل شول او نه هم له هغوي څخه تر لاسه شوې وسلې، ماینونه او موټربمونه.

داعش ته د کمپاین لپاره د ملي امنیت تر دغو نمایشي عملیاتو وروسته اټکل کیده چې دې ډلې ته په کابل ښار کې د داسې برید زمینه سازي تر لاس لاندې ده چې تبلیغاتي هنګامه یې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ کیدونکې هوکړه تر سیوري لاندې را ولي.

هماغه و چې د داعش له لوري د کابل خونړی برید په داسې حال کې تر سره شو چې په رسنیو کې دا خبره ګرمه وه چې د برید په بله ورځ یعني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې (۲۸ د اسد ) به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه کیږي.

د خپلواکۍ سلمه کلیزه که د داعش لپاره د کمپاین چلولو ټاکل شوې موقع؟

د واده پر هوټل خونړي برید هم امریکایانو او هم کابل حکومت ته دا چانس په لاس ورکړ چې د داعش غټولو او پړسولو لپاره تبلیغاتي کمپاین تود کړي.

په دې کمپاین کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه نیولې ، د هغه تر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ولسمشرغني او ملي امنیت شورا پوري ټولو په یوه خوله د داعش لپاره داسې تبلیغات پیل کړل لکه داعش چې پر ټول افغانستان مسلط او د امریکا په شمول یې ټوله نړۍ تر ګورت لاندې کړې وي.

هغوی دا کمپاین دقیقا په داسې مهال پیل کړ چې عملا طالبان د هیواد په زیاته سیمه واکمن او امریکایان د
هغوی د مقاومت په پایله کې له افغانستان څخه وتلو ته اړ یستل شول.

خو امریکایانو او کابل حکومت طالبان په خپل دغه تبلیغاتي کمپاین کې کورټ له پامه وغورځول او ټول زور یې د داعش پر پړسولو متمرکز کړ.

غواړو دلته په مختصر ډول د داعش لپاره د امریکايي تبلیغاتي کمپاین او د هغوی د کمپاینرانو خبرې راوړو:

۱- ((مونږ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر تر ۱۳۰۰۰ پوري راټیټ کړی خو د خپلو ځواکونو تر پوره ایستلو وروسته به هم په افغانستان کې زمونږ اطلاعاتي ځواک پاتې وي تر څو له دې هیواده زمونږ پرخلاف له بالقوه ګواښ ( داعش) نه مونږ خوندي وساتي)) .(ډونلډ ټرمپ)

۲- ((موږ باید د بین الافغاني خبرو په ګډون د افغان سولې بهیر چټک کړو، په دې برخه کې بری به د داعش په ماتولو کې افغانان لا پیاوړي کړي)). (زلمی خلیلزاد)

۳- ((افغانان به له بین الافغاني سولې وروسته د داعش ډلې پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي او متحده جبهه به جوړه کړي)). (د امریکا د بهرنیو چارو وزارت)

۴- (( له ټول ولس څخه غواړم چې که ستاسې په کور، کلي، ناحیه او د کار په محیط کې د داعشي افکار عناصر موجود وي نو افشا یې کړئ)). (اشرف غني)

۵- (( د داعش ډله په افغانستان کې د لسګونو خونړیو بریدونو مسؤله ده او هغه د ټولو لپاره په یوه جدي ګوښ بدله شوې)). (د ملي امنیت شوری)

د دې لپاره چې په کابل کې تر سره کړی داعشی برید په رسنیز لحاظ ښه منعکس او د خلګو په اذهانو کې ځای کړی ځینو معینو تلویزوني شبکو د یاد برید د خبر لپاره اختصاصي بینرونه جوړ او ولسمشر غني د خپلواکۍ د لسمې کلیزې په ویاړ اعلان کړي مناسبات معطل اعلان کړل.

د ننګرهار نامعلوم بریدونه

په کابل او واشنګټن کې د داعش پړسولو تبلیغاتي کمپاین ترڅنګ د خپلواکۍ د لسمې کلیزې په ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لس پرلپسي چاودنې رامنځته شوې چې د دولتي چارواکو په وینا يې له امله دوه کسان مړه او تر (۶۰) زیات ژوبل شول.

د یادولو وړ ده چې دا عملیات په پلان شوي منظم ډول د ننګرهار ښار په مهمو برخو ، تالاشي چوک، مخابراتو څلور لارې ، عیدګاه ، سپین غرهوټل ته څیرمه او شیرزي لوبغالي ساحه کې په داسې حال کې تر سره شول چې د ننګرهار والي او امنیتي چارواکي اداعاء لري چې له تیرو سلو ورځو راهیسي یې په ښار کې د خپلواکي د سلمې کلیزې لپاره امنیتي ترتیبات نیولي وو.

څوک نشته چې له ننګرهار والي او د هغه له امنیتي ټیمه وپوښتي چې د سل ورځنیو امنیتي ترتیباتو باوجود، د ولایت ، امنیه قومنداني او ملي امنیت مخ ته دا خونړي بریدونه چا او څرنګه ترسره کړل؟!

په کویټه کې د طالبانو د مشر د ورور وژل کیدو هنګامه

په کابل کې د داعشي خونړي نمایش او په ننګرهار کې د مبهمو بریدونو ترڅنګ په کویټه ښار کې د طالبانو د مشر ورور حافظ احمد الله د جمعي د لمانځه اداء کولو په مهال ترور کړای شو.

که څه هم چې نوموړی یوعادي امام او مدرس و او د طالبانو په پوځي او اداري تشکیلاتو کې یې هیڅ ډول مسؤلیت نه درلود خو دا چې د طالبانو د مشر ورور و، نو په دغه حساس وخت کې یې وژنه د غربي مطبوعاتو لپاره داسې یوه مهمه پیښه وه چې د طالبانو او امریکايانو ترمنځ کیدونکی توافق ورباندې تت کړي.

خلاصه:

د کابل د خونړۍ حملې ، د ننګرهار د نامعلومو بریدونو او د حافظ احمد الله د ترور زماني توقیت یو پلان شوی پرواګرام و چې د معین جهت له لوري د معینو موخو تر لاسه کولو لپاره تر سره شو.

دغه خونړی تسلسل او د امریکايي او حکومتي کړیو لخوا د داعش لپاره تبلیغاتي کمپاین په څو مهمو ټکیو متمرکز دی:

لومړی دا چې د سولې په هوکړه کې د طالبانو په مقابل کې د امریکایانو پوځي شکست او ناکامي پیکه کړل شي.

دوهم دا چې افغانانو او نړۍ ته وښودل شي چې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته هم په افغانستان کې داسې څه شته چې هلته نا امني دوامداره او امریکايي موجودیت ته اړتیاوي.

دریم داچې داعش داسې یو بَبَوْ معرفي کړي چې د یوه مُعجِز قوت په توګه هر وخت، هر ځای او په هر چا د برید بالقوه توان لري کوم چې امریکایان حق لري هم د دې بَبَوْ د له منځه وړلو لپاره اوس په افغانستان کې خپل اشغال وغځوي او هم د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته د هغه د ځپلو لپاره په افغانستان کې بیا مداخله وکړي، او کوم تضمین چې د مذاکراتي پروسې په توافق کې طالبانو امریکا ته ورکړی ، امریکایان به د داعش په مټ هم د افغانستان په داخل او هم د افغانستان له بهره داسې صحنه سازي وکړي چې له مخې یې په یاد تضمین کې طالبان ناکام او د عراق په څیر خپل دویمې اشغال ته په افغانستان کې زمینه برابره کړي.
ځکه دا چې امریکا د یوه نړیوال پوځي او امنیتي ځواک په توګه د خپل هیواد په داخل کې ځان د داعش له بریدونو خوندې نه بولي ، نو طالبان به څرنګه وکړی شي په خپلو ناچیزو امکاناتو له افغانستان غوندي جګړه ځپلي هیواد څخه د داعش او نورو هغو تروریستي ډلو چې همدا اوس د امریکايي الوتکو تر وزرو لاندې تجهیز، تمویل او تکثیر کیږي پر امریکا باندې د نه برید کیدو تضمین پوره کړي؟

اصلا په مذاکراتي پروسه کې له طالبانو څخه د افغانستان له خاورې څخه د نه برید کیدو تضمین په افغانستان کې د امریکا د بیاځلي مداخلې یوه ښکاره دسیسه ده چې طالب مذاکراتي چارواکي باید سرله اوسه ورته متوجه او له خطره یې ځان وژغوري.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد
میلمه
محمد

ثاقب صاحب محترمه جالبي نقطي ته دي اشاره وکړه امریکابایدبي له کومه شرطه ووزي که نه ځي جهادروان دي خپل کاردي کوي خپل به کوو

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب، الله ج دی اجرونه درکړی، مونږ دی لیکنی په ډیر ذوق او شوق لولو دا چه به حقایقو تکیه لری اموزنده دی تر دی زیات توفیق دی غواړم زه به هم ستاسی د لیکنی سره ستاسی په اجازه او ستاسی د لیکنی په تایید ورزیات کړم: د عراق او افغانستان داعش توپیر سره لری هلته داعش د سعودی له خوا د امریکا او سعودی په ګډ تفاهم، پلان او خرڅه جوړ او منځنی ختیز کی د ایران او اهل تشیع او اهل تسنن ( د امت مسلمه ) دخپل منځی جنګو د راپارولو او الهی نظام ( خلافت… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

داعش یعنی «دولت اسلامی عراق شام ».که این پروژه تروریستی سیا برای جلوگری از خلافت اسلامی توسط استخبارات سی آی ای، موساد، ام آی سیکس و آی اس آی انگولو پاکستان درست شده و متاسفانه لیدران کشور های نام نهاد اسلامی و مخصوصاً افغانستان ملت دانا ندارند و اکثریت تحصیلکرده های افغان ما خاین دالر پرست بی ایمان هستند و همچنان مراجع بين المللي حقوق بشر و سایت های اجیر نوشته های مرا در مورد نشر توجه نمیکنند لطفاً این نوشته را بخوانید تشکر
https://www.veteranstoday.com/2015/07/09/isil-fighters-in-afghanistan-are-really-cia-and-mi6-thugs/

انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

ښاغلی ثاقب صاحب! ټولی افراطی ډلی ددغه ډول اعمالو مسئولی دی، اوس که تاسی هر څومره دلایل ورته وتراشۍ نتیجه نه ورکوی، اوس عوام په دی پوهیږی چی غوا توره پۍ یی سپینی، په افغانستان کی دروانی غمیزی اصلی عاملین ښی او چپ افراطیان دی هغه که په هره جامه کی او که تر هرعنوان لاندی کارکوی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

انجینر ساب ! لیچې د لیلی وهه بنګړي د عبدالله ! اخ چې هیڅ نوی ، نه طالب وی نه داعش امریکاوی دالرونه هم شراب وی کبابونه ++هم وڅکي وی هم وتکا سپینې نجوني تر سبا !! وروره سترګې خلاصې کړه افغانستان اشغال دی ، په ننګ او ناموس یې تعرض شوی دی او دا د هر هیواد دوست او اسلام دوست ایماني او وجداني دنده چې د هیواد په ازادي کې خپله برخه واخلي ! که تاریخ ولوني نو دې حقیقت ته به راشې چې دهیواد په ازادي کې همیشه دیني علماوو برخه اخیستې ده او هیواد یې ازاد… نور لوستل »