شعـــــرونه

غزل/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

اختر شي او په زړۀ دي څوک اباد شي، درته ياد شي
ژوندون دي پسې ړنګ پسې برباد شي، درته ياد شي

ګلاب دي په پيکي کې ځوانيمرګ شي او شهيد شي
ريحان دي لاس کې مړاوی، ارواښاد شي، درته ياد شي

د چا د مُسکو شونډو مرغلرو ته شې تږی
غربت، مسافري او بل هيواد شي درته ياد شي

تا داسې درد په لپو لپو څښلی دی که نه دی؟
جانان چې دي له دې ژونده ازاد شي، درته ياد شي

افق د چا د دوو سترګو انځور درته ډالۍ کړي
ژيړی مازديګری او نری باد شي، درته ياد شي

چې تللی شفاعت دي بې اختياره در په زړۀ شي
زړګی دي په سينه کې په فرياد شي، درته ياد شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x