د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د غړو د نومونو پټ ساتلو ته د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد»  د «دوحې» په لور خوځېدلی او له طالبانو سره یې هوکړې ته د چمتووالي خبر ورکړی؛  تمه کېږي که د دواړو لورو تر منځ خبرې پای ته ورسېږي په تعقیب به یې طالبان د افغانستان له ټولو سیاسي جهتونو سره د خبرو مېز ته کېني.

د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت کابو شل ورځې وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت له لوري د ټاکل شوي مذاکراتي ټیم د تشکیل خبر ورکړ؛ خو د شل ورځو تر تېرېدو وروسته لا هم تر دې دمه د یاد ټیم له ډلې نه د کوم غړي نو افشاء شوی او نه هم په رسمي ډول د یاد وزارت له لوري نوملړ اعلان شوی.

په ورته وخت کې طالبان وايي، که د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د غړو نومونه همداسې پټ پاتې شي، د خبرو لپاره لېږل کېدونکی پلاوی به د هیڅ جهت استازیتوب ونشي کړای.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د سیاسي جهتونو له لوري دبین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټیم دغړو نومونه پټ ساتل یا خو د اختلاف له امله دي او یا هم دخاصي زور واکې کړۍ په اختیار کي دي چي بیا نو د ټولو جهتونو مشترک ټیم نه بلل کیږي او نه هم د فیصلې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري.سیاسي جهتونه هم خپل موقف ښکاره کړي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

تاسو طالبان خو بدون له هغه هم د حکومت له تیم سره خبری نکوی، نو څی کوی د هغوی ټیم میم. دا زړه می ډیره بده ګواهی ورکوی او وایی: چی د سولی پریکړه به د یوی نوی بدمرغی پیل وی. ای کاش داسی نوی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

هغوی ته چه د ډالرو بهیر جریان لری هغوی په غلامی خوشاله دی د اشغال ادامه غواړی د سولی د پاره منفی تراشی کوی چه د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړی ( اوبه خړی کړه ماهی نیسه ) د ذهنیتو مغشوشولو هدف همدغه د اوبو خړول او دماهیانو نیول دی یعنی عوام به روغه جوړه بی باوره او اشغالګرو ته د پاتی هیلی زیاتی کړی هغوی چه له نیکنی غلامان وی به غلامی کی لوی شوی غلامی ورته خپلواکی او خپلواکی ورته غلامی شکاری

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

طالبان یوځل اعلان کوی چی له افغان دولت سره خبری نکوی ترڅو له امریکا سره یی د سولی د توافق په اړه خبری نهایی او د سولی تړون د ناظرینو په حضور کی لاسلیک کړی مګر اوس د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د غړو د نومونو پټ ساتلو په اړه غبرګون ښودلی، کله چی افغان دولت سره خبری نکوی نو د مذاکراتی ټیم د غړو د نومونو لست څه کوی داسی معلومیږی چی افغان ولسمشر اوسنی سولی باندی چی د پاکستان د فشار په اساس مخی ته ځی خوشبینه ندی نو له همدی وجهی ټاکنی کول غواړی او پاکستان هم… نور لوستل »