افغانستان

خلیلزاد له طالبانو سره هوکړې ته چمتووالی ښودلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له واشنګټن څخه د دوحې او کابل  په سفر راوتلی او له طالبانو سره یې هوکړې ته د چمتووالي خبر ورکړی.

خلیلزاد په خپل ټویټر لیکلي « واشنګټن کې مې له لاسته راوړنو ډکه اونۍ درلوده، مشران مې په دې وپوهول چې موږ په مذاکراتو کې تر کوم ځای پورې رسېدلي یو او راتلونکي ګامونه به مو څه وي، اوس بیا ځلې د دوحې په سفر راوتلی یم چېرې چې به هڅه وکړو  په لاینحله موضوعاتو کې یو بل ته نږدې شو، موږ تیار یو که طالبان تیار وي».

زلمی خلیلزاد داسې مهال له طالبانو سره هوکړې ته د چمتووالي خبر ورکوي، چې امریکایي ولسمشر یو ځل بیا افغانستان د ترورستانو هاروارډ پوهنتون بللی او په دې هیواد کې یې د استخباراتي حضور په شتون ټینګار کړی.

خو طالبان وایي، که چېرې بشپړ امریکايي عسکر افغانستان پرېنږدي؛ د سولې خبرې به لومړي حالت ته وروګرځي او جګړه به دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x