افغانستان

ټرمپ یو ځل بیا افغانستان د ترورستانو پوهنتون بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې له طالبانو سره د نهم پړاو خبرو د پیل په موخه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» دوحې ته روان شوی، امریکایي ولسمشر له افغانستان څخه د خپلو عسکرو را ایستلو ته ژمنتیا تازه کړې؛ خو تر څنګ یې په دې هیواد کې د استخباراتي حضور شتون اړین بللی.

ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل « امریکایي عسکر به له افغانستان څخه راوباسو؛ خو افغانستان د ترورستانو لپاره د هاروارډ پوهنتون دی، موږ به خامخا هلته استخباراتي حضور ولرو او ضرور به هلته یو څوک وساتو».

ټرمپ ددې تر څنګ په افغانستان کې روانه جګړه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بللې او ادعا یې کړې، چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د سوله ساتونکو په حیث دنده اجراء کوي؛ خو په خبره یې، دوی به نور دې دندې ته د پای ټکی ږدي او نه غواړي په نړۍ کې د پولیسو دنده سرته ورسوي.

د ټرمپ له قوله، مذاکراتي ټیم یې له طالبانو سره په خبرو کې پرمختګ کړی « په دې نړۍ کې په هیچا باور کېدای نه شي، خو د تلفاتو د زیاتوالي له امله  هغوی نور نه غواړي له موږ سره جګړه وکړي».

امریکايي ولسمشر داسې مهال په افغانستان کې د استخباراتي حضور په شتون ټینګار لري، چې طالبان وایي، هیڅ بهرنی عسکر ورته د منلو نه دی او که امریکایان په خپلو وعدو وفا ونکړي او په بشپړ ډول له افغانستان څخه ولاړ نه شي، دوی به یې په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

ټرمپ لکه داوښ ګوزکله پرمځکه کله په هواوی یوه ورځ یوڅه وایی بله ورڅ یی هغه هیروی بلڅه وایی زماپه نظر افغانان بایدپوه سی چه جهادته بایددوام ور کی وایی موږک یووخت دشرابوپه خوم کی لویدلۍ ووچه راوخوت ویل یی څه سوه پشی دشرابیانوحالت هروخت بدلیږی ثبات نلری

نورزاده

ياره دا امريکايان بيا يو عجيب بې حيا، بې سترګو او بې شخصيته خلک دي. په نړۍ کي د ترور، رامنځ ته کوونکي، دودوونکي، استاذان او له يوه ملکه بل ته لېږدوونکي دوی دی، خو اوس د دوی مشر طاغي ټرمپ دغه پړه پر موږ اچوي؟! اصلي خبره داده چي امريکايي سراښان اوس په افغانستان کي نه جنګ کولای سي، نه مصرف او نه يې له دې هيواده وتل زړه غواړي. دوی داسي ګڼل چي د طالبانو سره د سولي په خبرو کي به شرايط داسي را جوړ کړي چي ددوی په ګټه واوسي، خو چي هر څه چلونه، پلمې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x