افغانستان

طالبانو سمنګان ولايت کې جيټ الوتکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل):د سمنګان ولايت چارواکي وايي، په دو اب ولسوالۍ کې يوه جيټ الوتکه نسکوره شوې ده.

د سمنګان د والي وياند صدیق عزيزي رسنيو ته ويلي، په دو اب ولسوالۍ کې يوه جيټ الوتکه نسکوره شوې، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي او وايي، چې د پېښې پلټنې لپاره سيمې ته پلاوی لېږل شوی دی.

طالبانو هم د الوتکې د نسکورولو مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، الوتکه د دوی جنګياليو له لوري نسکوره شوې او په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغه الوتکه د بهرنيانو ده او که د ګډ حکومت.

د ګډ حکومت دفاع وزارت او په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمدلله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x