ناروې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی ښودلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): د ناروې هیواد د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوت ته چې تمه ده د طالبانو او امریکا تر مذاکراتو وروسته پیل شي؛ چمتووالی ښودلی.

د افغانستان لپاره د ناروې هیواد ځانګړي استازي « البرټ» د ګډ حکومت له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره په خپله لیدنه کې وویل « ناروې هیواد د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل لپاره هڅې کوي او تیار دی د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي».

د البرټ سره تر لیدنې وورسته عبدالله عبدالله په خپل ټویټر ولیکل، چې د ناروي له ځانګړي استازي سره یې د افغان سولې په پروسه او د جرمني په ملتیا له بین الافغاني مذاکراتو څخه د یاد هیواد په کوربتوب خبرې کړې.

ناروې داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب ته چمتووالی ښيي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې توافق ته نږدې ښکاري، خو تر دې دمه د حکومت او سیاسي جهتونو له لوري بین الافغاني مذارکراتي ټيم نومونه ښکاره شوي نه دي.

د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» وايي، که د بین الافغاني مذاکراتي ټیم د غړو نومونه همداسې پټ پاتې شي، د خبرو لپاره لېږل کېدونکی پلاوی به د هیڅ جهت استازیتوب ونشي کړای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د