سروې: ۷۸ سلنه افغانان پر پولیسو بې باوره دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): د امریکا ګالپ سروې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه په خپل راپور کې ويلي، له امنيتي ځواکونو د خلکو ناراضايت مخ پر زياتېدو دی او ۷۸ سلنه افغانان پر پولیسو بې باوره دي.

ګالپ سروې وايي، د افغانستان امنيتي وضعيت پر مخ خرابېدو دی، خلک پر امنيتي ځواکونو او پوليسو بې باوره دي او يوازې ۲۲ سلنه افغانان پر پوليسو باور کوي.

سروې د تېرو پارلماني ټاکنو په اړه هم ويلي، چې هغه مهال يوازې ديارلس سلنه خلکو کولی شول، د شپې په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

ګالپ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم اندېښنه ښوولې، چې د نورو ستونزو سربېره د ناامنيو وېره هم زياته ده او طالبانو هم خلکو ته ګواښونه کړي، چې په ټاکنيزو منډو ترړو له ګډونه ډډه وکړي.

د فردي خونديتوب په اړه د ګالپ سروې وايي، پنځوس سلنه افغانانو ورته ويلي، چې تېر ۲۰۱۸ کال کې يې خپلې او يا يې هم د خپلوانو مالونه او شتنمنۍ لوټ شوي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت د ګالپ سروې له حقیقته لرې بللې.

د ګډ حکوت د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، د ګالپ سروې رپوټونه له حقايقو لرې دي او د پوليسو په اړه يې ويلي، چې افغانان پر پوليسو باور کوي.

د رحيمي په وينا د ناامنيو په اړه هم د ګالپ سروې ګراف ډېر لوړ ښودل شوی، چې کېدای شي په ځينو ولايتونو کې يې خبره سمه وي، خو په ټولو کې يې د منلو وړ نه بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د