د بشري حقونو د څار سازمان له افغان حکومته د تورن کرام الدین د حکم عملي کول غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان  یا هیومن رایټس واچ د افغانستان حکومت څخه په جدي ډول وغوښتل تر څو د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخواني تورن مشر کرام الدین کریم حکم په جدي ډول عملي کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د ښځینه فوټبالرانو سره په جنسي تورونو مجرم پېژندل شوی و او د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري په فوټبال کې له هر ډول فعالیته منع شوی و.

د فوټبال نړیوال فدراسیون پر کرام الدین کریم د جنسي ځورونو په تور په ملي او نړیواله کچه د فوټبال په تړاو د ټول عمر بندیز لګولی و چې بیا د افغانستان لویې څارنوالۍ نوموړی له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړ او د نوموړي د نېولو حکم یې صادر کړ، خو تر دې دمه نه دی نېول شوی.

د ښځو په چارو کې د بشري حقونو د څار سازمان سرپرستې مدیرې «هیتربار» رسنیو ته په دې اړه وویل چې په دې دوسیه کې د افغان حکومت هڅې کافي نه دي، نوموړې زیاته کړه چې په دې قضیه کې باید پر ټولو دخیلو کسانو ژر تر ژره دغه حکم عملي شي.

هیتربار تر دې دمه د افغان حکومت لخوا د تورن کرام الدین کریم نه نېول د اندیښنې وړ بللي او د افغانستان له لویې څارنوالۍ یې غوښتي تر څو د قضیې بهیر چټک کړي، «د کرام الدین ترڅنګ دې د ټولو هغو کسانو چې جنسي ځورونې یې زمینه برابره کړې بشپړ څیړنې وکړي».

د بشري حقونو د څار سازمان دغه ډول د فوټبال فدراسیون څخه هم وغوښتل چې په دې قضیه کې د ښکېلو تورنو کسانو له ګمارلو او غړیتوب څخه جدي ډډه وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو لخوا پر جنسي ځورونو تورن شوی و، یو شمېر لوبغاړو ویلي وو چې د ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال په دوره کې یې پر دوی جنسي تیری کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د