سعودي: ښځې اوس عملا کولی شي، له محرم پرته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰زمری، ۱۳۹۸ل): سعودي حکومت تېره ورځ هغه فرمان عملي کړ، چې هره بالغه مېرمن تر دې وروسته له محرم پرته د پاسپورټ اخيستو او سفر کولو واک لري.

د سعودي شاهي ماڼۍ تېره مياشت ښځو ته د ازادۍ ورکولو دغه فرمان اعلان کړی و او تېره ورځ يې عملي کړ.

د سعودي حکومت له پيله دا قانون و، چې  هېڅ مېرمن له ۲۱کلن محرم پرته له هېواده بهر سفر نه شي کولی، خو تېره مياشت شاهي ماڼۍ د يوه فرمان له مخې ښځو ته اجازه ورکړه، چې له محرم پرته هم سفر کولی او تېره ورځ دا فرمان عملي شو.

تر دې وروسته هره مېرمن کولی شي، له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

سعودي په ټوله کې مذهبي  هېواد دی، خو د پخواني پاچا عبدالله د واکمنۍ په وروستيو کې يې له مذهبي اصولو سرغړونه پيل کړې وه او نږدې څلور کاله وړاندې، چې سلمان بن عبدالعزيز د سعودي پاچا او زوی يې محمد بن سلمان ولیعهد شوی، په دغه هېواد کې يو شمېر مهم بدلونونه راغلي دي.

په دغو بدلونو کې يې  مهم دا دي، چې زرګونه ديني علماء زندانيان شوي، يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي په ګڼو مذهبي پروګرامونو بندیزونه لګېدلي او د ديني علماوو فعاليتونه محدود شوي، خو په مقابل کې  يې سينما، د موسيقي پروګرامونو، ښځو ته د موټر چلولو او ښځو ته د لوبو د سياليو اجازه ورکړل شوې ده.

د عربي چارو کارپوه عبدالباري عطوان وايي، سعودي عربستان د يوه قانون له عملي کولو وړاندې د ايم بي سي ټلويزون له لارې د خلکو ذهنونه راتلونکو پروګرامونو سره عادي کوي.

عطوان زياتوي، که تاسې غواړئ، چې د سعودي په راتلونکو پروګرامونو سر له اوسه پوه شئ، نو د ايم بي سي ټلويزون خپرونې تعقیب کړئ.

ايم بي سي ټلويزون د سعودي ملکيت دی، له هېواده بهر خپرونې کوي او دغه ټلويزون د فلمونو او سريالونو له لارې د خپلو ليدونکو د نظرونو بدلولو هڅه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د